د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د مولر پر راپور د کانګرس جنجال


د امریکا د استازو مجلس غړي د ډونالد ټرمپ د وینا د اورېدو پر مهال
د امریکا د استازو مجلس غړي د ډونالد ټرمپ د وینا د اورېدو پر مهال

د امریکا د استازو په مجلس کې د ډموکراټانو په مشرۍ څو کمېټو کې لا هم په تېره میاشت کې د رابرټ مولر د خپاره شوي راپور د موندنو په تړاو څېړنې روانې دي.

د مولر په راپور کې همدارنګه تر ۱۰ زیاتې داسې نورې جنايي دوسیې چې د ده له څېړنې سره تړلي، یادې شوې دي.

په‌دې راپور کې په قاطع ډول دا نه‌دي ویل شوي چې ټرمپ دې د عدالت د پلي کېدو خنډ شوی وي، خو په راپور کې نوموړی په‌دې تړاو له ادعاوو پاک هم نه‌دی ګڼل شوی.

د سې شنبې په ورځ د امریکا په سنا کې مخکښ جمهوري غوښتونکي مېچ مکانل په یوه وینا کې وویل:

"ډموکراتانو هر چا ته وویل چې د روسیې او ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ترمنځ جوړجاړی شته، خو په‌دې ځانګړې پوښتنه د ځانګړي پلټونکي موندنې دا دوسیه تړي."

ارشیف، د امریکا په سنا کې مخکښ جمهوري غوښتونکی مېچ مکانل, January 22, 2018
ارشیف، د امریکا په سنا کې مخکښ جمهوري غوښتونکی مېچ مکانل, January 22, 2018

بل‌خوا د امریکا ډموکراتانو ویلي، دوی د نورو څېړنو غوښتونکي دي.

د امریکا د استازو په مجلس کې د ډموکراتانو مشرې نانسي پلوسي ویلي، که په‌دې اړه څېړنې دوام ونه‌کړي کانګرس به مقصر وي.

نوموړې ویلي:

"دا یو یو حقیقت نه‌دی. دا قضیه تړل شوې نه‌ده."

رابرټ مولر د ۲۰۱۷ میلادي کال په مې میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاس‌وهنې په اړه د ځانګړي پلټونکي په توګه وټاکل شو.

نوموړي ته اصلاً د امریکا د څېړنو د فدرالي ادارې یا «اېف. بي. ای» هغه څېړنې وسپارل شوې چې دې ادارې د ۲۰۱۶ میلادي کال د پسرلي راهیسې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د غړو او روسي چارواکو ترمنځ د راکړې ورکړې په اړه پیل کړې وې.

د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر کې د «اېف. بي. ای» یو معلوماتي او پلټونکي د ډونالد ټرمپ د کمپاین له چارواکو سره وکتل، څو له یو روسي سړي سره د دې چارواکو د خبرو اترو پر موضوع وغږېږي.

تېره میاشت د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار چې د ټرمپ له‌خوا ټاکل شوی، داسې وښوده چې ګوندې دا کار د یو سیاسي انتخاباتي کمپاین په اړه د جاسوسۍ سره برابر ګڼل کېدای شي.

خو د سې شنبې په ورځ د فدرالي څېړنو د ادارې رئیس کریستوفر ری د امریکا د سنا یوې کمېټې ته د خبرو پر مهال د بار دا ادعا تأیید نه‌کړه.

ری وویل:

"زه فکر نه‌کوم چې زه دې شخصاً دا ډول کوم شواهد ولرم."

نوموړي زیاته کړه، دا داسې جمله نه‌ده چې دا یې وکاروي.

کریستوفر ری زیاته کړه چې د محدودو معلوماتو پر بنسټ په‌دې اړه خپل نظریات لري، خو فکر نه‌کوي چې په‌دې پړاو کې به‌یې شریکول مناسب وي.

د امریکا بېلابېلو امنیتي ادارو منلې چې د دې هېواد د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې روسیې مداخله کړې، خو دا چې په‌دې مداخله کې ورسره د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین له‌خوا همکاري شوې او که‌نه؟ هغه څه دي چې لا هم د امریکا په کورني سیاست کې پرې تاوده بحثونه دوام لري.

روسیې د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې هر ډول ادعاوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG