د سمنګان د ولایتي شورا چارواکي د ناامنۍ له زیاتوالي او پر یو شمېر ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو د حملو له پراخېدو شکایت لري، دوی د یادې ډلې پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي راز محمد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دوه اوونیو را پهدېخوا د دره صوف پایین، حضرت سلطان او دره زندان ولسوالیو باندې د وسلهوالو طالبان حملې زیاتې شوي دي.
د هغه په خبره چې طالبانو تېره شپه د (۲۰۱۹ کال د مې میاشتې په ۵مه نېټه) پر روی دواب ولسوالۍ وسلهواله ډلهییزه حمله وکړه او لا هم د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده:
"طالبانو دوه ورځې دمخه پر روی دواب حمله کړې وه، تېره شپه یې هم ډلهییزې حملې وکړې، پر دره صوف پایین یې هم بریدونه وکړل. ناامنۍ تر پخوا زیات شوي او لامل یې د امنیتي پرسونل کموالی دی."
د سمنګان د ولایتي شورا مشر وايي چې طالبان د خلکو په اختطاف، د با نفوذه څېرو په قتل او له ټولګټو پروژو څخه په باج اخېستلو کې لاس لري.
په سمنګان کې د مدني ټولنې فعالان هم د ناامنۍ له زیاتوالي سر ټکوي او وايي چې د امنیتي ځواکونو د پرسونل د کموالي په خاطر په سمنګان کې ترهګریز فعالیتونه زیات شوي.
د سمنګان د مدني ټولنې یوه غړي وفيالله شاهرخي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسلهوالو طالبانو په حملو کې تر ټولو ډېر ولسي پاڅون کوونکي او محلي پولیس وژل کېږي، خو وايي چې امنیتي مسؤلان یې کره شمېر نه ښيې.
ښاغلي وفيالله په سمنګان کې د روانو ناامنیو په اړه ووېل:
"موږ په سمنګان کې د ډېرو ناوړه پېښو شاهدان یو، هم امنیتي او هم جنائي پېښې زیاتې شوي. همدا اوس د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په روی دوآب کې نښته روانه ده."
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند هاشم بیان پر امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو د حملو د زیاتوالي په تأیید سره وايي، پولیسو د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې یو عملیاتي پروګرام جوړ کړی چې ژر به پلی شي.
د امنیه قومندانۍ ویاند د سمنګان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پرسونل د کموالي مسئله رد کړه او په خبره یې تېره شپه پولیسو په روی دوآب ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو طالبانو څو پټن ځایونه په نښه کړل چې پهکې کابو شل وسلهوال وژل شوي دي:
"په روی دواب ولسوالۍ کې د عملیاتو په پایله کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول. امنیه قوماندانۍ خپل پروګرامونه لري او په ناامنه سیمو کې به ډېر ژر عملیات ترسره شي."
سمنګان د افغانستان له نسبتاً امنو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، خو له څه مودې راپه دېخوا پهکې د وسلهوالو فعالیت زیات شوی دی.
د کندز او بغلان ترڅنګ د دې ولایت موقعیت، د دې لامل شوی چې پهدغو ولایتونو کې د طالبانو د پراخ فعالیت سمنګان هم نسبت پخوا ته اغېزمن شي.
سره لهدې چې د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو پر طالبانو د ټول ګټو پروژو څخه د باج اخېستنې تورونه پورې کړي، خو د یادې ډلې غړو تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.
راپور: مجیب الرحمن حبیبزی