د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

سولې ته د رسېدو لپاره د مؤقت حکومت جوړېدل او د لویې جرګې ځواب!

آرشیف/ د لویې جرګې د لومړې ورځې غونډه
آرشیف/ د لویې جرګې د لومړې ورځې غونډه

سولې ته د رسېدو لپاره د مؤقت حکومت جوړېدل، په ظاهر کې د مشورتي لوېې جرګې د کمېټو د بحث ټکي وو.

د سولې د مشورتي لوېې جرګې ځیني غړي وايي، که د مؤقت حکومت په جوړېدو کې طالبان سولې ته حاضریږي، ولې په‌کې ځنډ رامنځته شي.

د دغې جرګې غړی او مشرانو جرګه سناتور جمعه الدین ګیانوال د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، سوله قرباني غواړي:

"د مؤقت حکومت پر جوړېدو او ایا مؤقت حکومت به د هېواد او سولې په ګټه وي، بحثونه وشول، که رښتیني سوله ټینګېږي، مؤقت حکومت دې هم جوړ شي."

د سولې مشورتي لوېه جرګه
د سولې مشورتي لوېه جرګه

د جرګې ځیني نور غړي هم تأییدوي چې د مؤقت حکومت پر جوړېدو یو لړ بحثونه پیل شول خو وايي، دغه بحث په کمېټو کې دننه هم له مخالفتونو سره مخ شو.

د جرګې د دوو ګډونوالو عظم‌الدین مرزايي او روزي منشي ازادي راډیو ته وویل:

"د خلکو د استازو ترمنځ په بحثونو کې د مؤقت حکومت په اړه بحثونه وشول خو ټولو په یو غږ وویل چې موږ د مؤقت حکومت غوښتونکي نه یو ځکه چې د افغانستان لپاره په شا تګ دی او له امله يې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې زیانمنېږي.

-د مؤقت حکومت رامنځته کېدل د لويې مشورتي جرګې د غړو له‌خوا د رأیو په اکثریت رد شو او قبول يې نه‌کړ."

د پاکستان صدراعظم عمران خان نږدې ۴۰ ورځې وړاندې په یوه ناسته کې ویلي و چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت رامنځته کېدل په‌دې هېواد کې د اوږدې جګړې حل لاره ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د عمران خان دې څرګندونو په وړاندې افغان حکومت سخت غبرګون وښود او ان له اسلام‌اباده يې د مشورې لپاره افغان سفیر عاطف مشعل کابل ته را وغوښت او په کابل کې يې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

افغان چارواکو همدا شان ټینګار کړی دی چې سوله د افغانانو یوه جدي اړتیا ده، خو په‌دې پروسه کې به د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

راپور: خان محمد سیند

This item is part of
XS
SM
MD
LG