د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

کمېټو د خپلو غړیو د نظریاتو راپور، د لویې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړ


په کابل کې مشورتي لوېه جرګه
په کابل کې مشورتي لوېه جرګه

د مشورتي لوېې جرګې کمېټو د خپلو غړیو د نظریاتو راپور، د جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړ.

په پام کې ده چې اداري پلاوی د جرګې نتیجه د دغو راپورونو په اساس سبا اعلان کړي.

د سولې د مشورتي لوېې جرګې غړیو چې په ۵۱ کمېټو کې په دوو ورځو کې کوم بحثونه کړي د جرګې اداري پلاوي ته به يې وړاندې کړي.

  • د حکومت او طالبانو ترمنځ تر روژې پورې اوربند.
  • د حکومتي مشرانو او سیاسیونو یووالی.
  • د طالبانو پر وړاندې د یو صف جوړول.
  • په افغانستان کې دننه طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکول.
  • او د سولې پر پروسې د ملګرو ملتونو د سازمان نظارت د یادې جرګې د کمېټو وړاندیزونه وو.

د یوې کمیټې غړي فیض‌الله جلال د کمېټې د راپور ورکولو پر مهال وویل:

"دغې ملي جرګې ته وړاندیز کوم چي د سولې مشري دې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړه ولري. د افغانستان د څلورو لسیزو جنګ د دې شاهد دی چې هيڅ هيواد په افغانستان کې په یوازې ځان، سوله نه‌شي راوستلی، د افغانستان سوله د ملي ځواکونو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو رښتینې او مؤثرې همکارۍ پورې اړه لري."

همدا شان د ځینو کمېټو په وړاندیزونه کې راغلي:

  • طالبان مجبور دي چې اساسي قانون ته درناوی وکړي.
  • د ښځو حقونه او د ډموکراسۍ او د بیان ازادي دې د تل لپاره خوندي شي.
  • له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی باید یو واحد نظر ولري چې دغه مذاکرات په ښه توګه پر مخ بوځي.
  • ګاونډي هېوادونه باید سولې ته د طالبانو په هڅولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
  • امریکا، د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان په سوله کې ښکېل هېوادونه باید د دغو خبرو څارنه وکړي.
  • پر طالبانو او د دوی پر تمویلوونکو ډلو او هېوادونو باید ملي او نړیوال فشارونه راوړل شي.
  • کوم طالبان چې له سولې سره یوځای کېږي باید کارموندنې ته یې پام وشي.
  • د خالد او الفتح عملیات دې ودرول شي او جنګ دې بند شي.
  • غیر مسؤلې وسله‌والې ډلې باید منحل شي.
  • د افغان امنیتي ځواکونو د انحلال څرګندونې مردودې دي او له بیا مطرح کېدو یې باید ډډه وشي.
  • انتخابات باید په ټاکلي وخت ترسره شي او هېڅ بله موضوع دې یې ځای نه‌نیسي.
  • د اسلامي جمهوریت نوم دې د تل لپاره وساتل شي.

د سولې د مشورتي لوېې جرګې غړي وايي، حکومت باید له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د دوی نظریات په پام کې ونیسي.

د جرګې ځیني غړي په‌دې باور دي چې افغانان هېڅ‌کله هم په شا نه ځي.

سمن نوري د شپږمې کمېټې رئیسه وايي، نامعلومې راتلونکې اندیښمنه کړې ده:

"تېر حالت ته له تګه هېڅ ویره نه‌لرم، زموږ ډار له دې دی چې په راتلونکي کې کوم نامعلوم او مجهول حالت ته لاړ نه‌شو او د پردې تر شاه د پټو سیاستونو قرباني شو او د هماغه سیاستونو قرباني شو چې زموږ اولادونه د ډاکټر کېدو، انجنیر کېدو او معلم کېدو په خوب کې پاتې شي او یو وار بیا سره کفنونه په سر کړو، باور وکړئ دا ځکه نوره د وینې د توئيدنې توانايي نه‌لري."

د سولې دغه لویه مشورتي جرګه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پیل شوه.

که څه هم د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیونو دا جرګه تحریم کړې او دا يې انتخاباتي کمپاین بللی، خو ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي و چې که دې جرګې د انتخاباتي کمپاین بڼه درلودای نو نوم به يې لویه جرګه نه وای.

ښاغلي غني ویلي، هیله لري چې په‌دې جرګه کې به له طالبانو سره د سولې د حدودو او چوکاټ په اړه حکومت ته مشورې ورکړل شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د پنجشنبې په ورځ د جرګې د کاري کمېټو د راپور ورکولو پرمهال وویل چې د دې جرګې پایلې به په یو هر اړخېزه اعلامیه کې اعلان شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف
د سولې د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف

نوموړي زیاته کړه:

"دا ټول ګزارشونه یو کېږي او د کمېسیون له مشرانو سره شریک کېږي، کومه اعلامیه چې له دې جرګې په وروستۍ ورځ خپریږي ترهغې چې ټول مجلس پرې یووالي ته ونه رسېږي نو د اعلامیې په نوم به نه خپریږي."

ښاغلي سیاف وویل چې هېڅ ډله او شخص نه‌شي کولای د جرګې په غړو خپلې غوښتنې ومني او یا هم په اعلامیه کې ځای ورکړي.

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ به د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا او د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG