د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

په غور کې د غوره‌لیګ فوټبال سیالۍ پیل شوي

د افغانستان په نقشه کې د غور ولایت
د افغانستان په نقشه کې د غور ولایت

د غور ولایت ورزشي مسؤلین وایي، په‌دغه ولایت کې د غوره‌لیګ فوټبال سیالۍ پیل شوي.

د دې ولایت د فوټبال فدراسیون مشر امیر محمد غوري نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په‌دغو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې د روژې میاشتې تر پایه به ختمې شي.

ښاغلی غوري زیاتوي:

"دا د غوره‌لیګ سیالۍ دي چې د اتو لوبډلو او ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوي، د ارش لوبډلې د کوهستان فېروزکوه لوبډلې ته درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه، د ښاروالۍ لوبډلې یو د صفر پر وړاندې فېروزکوه لوبډلې ته ماتې ورکړه."

نوموړی وایي، دا سیالۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شوي او هدف‌یې د فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل او د ځوانانو د ظرفیت لوړول دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG