د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۴

د کابل، جوزجان، هرات او تخار ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

ارشیف، د ووشو یو تن لوبغاړی
ارشیف، د ووشو یو تن لوبغاړی

د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي چې په کابل کې د ووشو د پیل شویو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ د کابل، جوزجان، هرات او تخار لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې.

د دې فدراسیون رئیس مشر سید الرحمن یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د هرات ولایت لوبډله د تخار پر وړاندې او کابل هم د جوزجان ولایت د لوبډلې پر وړاندې د لوبو ګټونکي شول."

نوموړي دا هم وویل چې دې سیالیو ته د ۲۹ ولایتونو او ایران او پاکستان نه کډوال لوبغاړي راغلي چې اته ورځې به دوام وکړي.

ښاغلی یورش وایي چې د ووشو سیالیو د جوړېدو هدف د افغانستان د ووشو ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG