د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

پاکستان او IMF د ۸ ميلیاردو ډالرو مرستې د یوې بېړنۍ مجموعې د خبرو وروستی پړاو پیل کړ


د پیسو د نړیوال صندوق نښان
د پیسو د نړیوال صندوق نښان

اکستان د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه د میلیاردونو ډالرو پور او د نورو مالي اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره نن د خبرو وروستی پړاو پیل کړ.

پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق IMF د اتو ميلیاردو ډالرو د مرستې د یوې بېړنۍ مجموعې په اړه د خبرو وروستی پړاو نن پیل کړ.

تمه ده چې له اسلام اباد سره چې له ژورو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د مرستو دغه ډېره ځنډېدلې مجموعه په را روانه مې میاشت کې لاسلیک شي.

دا به له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې دیارلسم ځل وي چې پاکستان دغې نړیوالې مالي مرستې ته د مرستې لاس ورغځوي.

د هند NDTV ټلویزیوني شبکې د پاکستان د مالیې وزارت د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، دغه خبرې د مرستو د دغه درې کلن پروګرام د اصولو او شرطونو د ټاکلو لپاره ترسره کېږي.

په اسلام اباد کې دغه خبرې نن داسې مهال پیل شوي چې IMF د منځني ختیځ او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د اقتصادي ودې په اړه په خپل خپاره شوي راپور کې په پاکستان کې سږکال د پڅې اقتصادي ودې اټکل کړی دی.

د پاکستان بیرغ
د پاکستان بیرغ

​ای ایم اف ویلي چې سږکال به د تېرکال په نسبت چې اقتصادي وده په پاکستان کې په سلو کې پنځه وه، نږدې درې فیصدو ته راټیټه شي.

د دغې نړیوالې مالي موسسې د راپور له مخې، په پاکستان کې انفلاسیون یا د پیسو پاړسوب په سلو کې څه باندې نهه و.

دا د ۲۰۱۳ کال د نومبر له میاشتې راهیسې په دې هېواد کې د انفلاسیون تر ټولو لوړه کچه ده.

په دې معنی چې په دې هېواد کې د خوراکي موادو او د انرژۍ بیې ډېرې لوړې شوي او دا دواړه د مصرف کوونکو لپاره ډېر حساس دي.

ټاکل شوې وه چې تېر کال د مرستې پر دغه پروګرام دواړه لوري موافقه وکړي، خو پاکستاني چارواکو یې پر ضمیمه شویو شرطونو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د دې هېواد اقتصادي ودې ته زیان رسوي.

ای ام ایف له پاکستانه غوښتي وو چې له چین سره ټولې مالي همکارۍ افشا کړي چې پکې د بنسټیزو تاسیساتو له پراختیا سره مرسته، ګډ اټمي تاسیسات، د جنګي الوتکو د جوړولو ګډې فابریکې او د اوبتلونو پیرل پکې شامل وو.

د پور ورکولو دغې مالي موسسې دغه راز له اسلام اباده دا هم غوښتي وو چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د دې هېواد د سوداګرۍ له برخې سره د چین د ۶ نیم ميلیاردو ډالرو د پور جزیات څرګند کړي.

د راپور له مخې، پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره په خپله هم ځیني اقدامات کړي، د بېلګې په توګه، صادرات یې زیات کړي، مالیه یې زیاته کړې او هم یې له نړیوالو اسعارو سره د خپلې ملي پیسې ارزښت برابر کړی دی.

پاکستان پر دې سربېره په منځني ختیځ کې هم خپلو نږدې متحدینو ته د مرستي لاس ورغځولی و چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ورسره د ميلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د تېر میلادي کال په اګست کې واک ته رسېدلی، ژمنه یې کړې چې د هېواد اقتصاد به ښه کوي او خلکو ته به ډېر کاري فرصتونه ایجادوي.

XS
SM
MD
LG