د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

محمد جواد ظریف: ښايي ایران د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړونه ووځي


ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا له رویټرز سره د مرکې پر مهال, New York, U.S. April 24, 2019. REUTERS/Carlo Allegri
ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا له رویټرز سره د مرکې پر مهال, New York, U.S. April 24, 2019. REUTERS/Carlo Allegri

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي چې ښايي هېواد یې د امریکا له‌خوا پر تهران د بندیزونو په زیاتېدو سره د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړونه ووځي.

ایراني رسنیو پرون د یکشنبې په ورځ د ښاغلي ظریف په حواله راپور ورکړی چې ایران د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون د ترک په شمول ګڼ انتخابونه په واک کې لري او چارواکي پرې غور کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون د یکشنبې په ورځ خپره شوه هم پر ایران د امریکا د فشارونو یادونه وکړه.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:

"زه باور لرم پر ایران د ولسمشر ټرمپ د اعظمي فشار د راوړلو نیت چې هدف‌یې د ایران په ګونډو کول دي له ناکامۍ سره مخ کېږي."

متحده ایالاتو پر ایران زیات بندیزونه لګولي او وايي چې لا به هم پر ایراني رژیم فشار راوړلو ته دوام ورکوي.

متحده ایالاتو په تر ټولو وروستي اقدام کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د بهرنیو ترورېستي ډلو په لېست کې شامل کړل هغه څه چې په ځواب کې یې ایران هم په سیمه کې د امریکا مرکزي قومانداني سنټکام ترورېست وبلله.

د ایران لوی درستیز محمد باقري بیا ګواښ کړی که له ایران سره له لازیات خصومته کار واخیستل شي، دا هېواد کولای شي چې د هُرمز تنګي په انتقالاتي کښتیو باندې وتړي.

ارشیف، د ایران لوی درستیز محمد باقري په یوه خبري غونډه کې, March 18, 2019

هغه په‌دې اړه له ایسنا خبري اژانس سره مرکه کړې او ویلي يې دي چې که فشارونه دوام وکړي دا کار به وکړي.

ایران مخکي هم ګواښ کړی و چې د هُرمز تنګی به وتړي او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړونه به ووځي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال پر ایران د فشارونو د راوستلو لپاره له دغه هېواد سره د نړۍ د اټمي قدرتونو یا شپږ جمع یو هېوادونو له اټمي تړونه امریکا وایستله.

دغه اټمي تړون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا په شمول د ځینو لویو اټمي قدرتونو او ایران ترمنځ لاسلیک شو.

له دغه تړونه د امریکا وتلو پر ایران د امریکا د بندیزونو مخه خلاصه کړه او سمدستي ګڼ شمېر بندیزونه په‌دغه هېواد له سره پيل شول.

سپینې ماڼۍ د همدې اپرېل میاشتې په سر کې دا اعلان هم وکړ چې په مې میاشت کې به هغه جوازونه هم تمدید نه‌کړي چې په مټ‌یې د امریکا د تحریمونو له ګواښ پرته ځیني هېوادونه د ایران تېل اخیستلی شي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره وايي چې د ایران رژيم په سیمه کې ترهګري ته لمن وهي او باید د دې کار مخه ونیول شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG