د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

سیما سمر: افغان ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولري


د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر April 27 2019
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر April 27 2019

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ښځې د جګړې اصلي قرباني دي او باید د سولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولري.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پر حکومت غږ کوي چې په دې پروسه کې د ښځو غوښتنې په پام کې ونیسي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ د ښځو، سولې او امنیت د ملي څېړنې د وړاندې کولو پرمهال وویل، عدالت او د جګړې د قربانیانو غوښتنو ته رسېدنه باید د سولې د پروسې اصلي محور وګڼل شي.

دې وویل:

"په دې څېړنیز راپور کې د ښځو غوښتنه دا ده چې دوی باید د سولې په ټولو پروسو کې رښتینې او اغېزمنه ونډه ولري، له پلان جوړونې د سولې تر مذاکراتو پورې او همدارنګه د توافق نامو په تطبیق کې د ښځو ونډه اړینه ده، ښځې نمایشې ونډه نه غواړي."

د سولې د خبرو اترو شفافیت، اوربند، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب، د ملګرو ملتونو سازمان له خوا څارنه او د جګړې د قربانیانو غوښتنو ته پاملرنه د کمېسیون له خوا د شوې څېړنې له نورو مسایلو دي چې ښځو پرې ټینګار کړی.

د ښځو، سولې او امنیت ملي څېړنه په ۳۳ ولایتونو کې شوې او ۵۳۶۳ کسان پوښتل شوي دي.

دا څېړنه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه د را روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شي.

دغې جرګې ته دوه نیم زره قومي مشران، دیني عالمان او د خلکو استازي رابلل شوي چې ۳۰ سلنه ګډون کوونکې یې ښځې دي.

له دغې څېړنې بهر یو شمېر افغان ښځې هم وايي، د سولې په پروسه کې باید د ښځو اساسي حقوق خوندي شي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې لطیفې سلطاني ازادي راډیو ته وویل:

"مونږ له دې برخې اندېښمنې یوو چې ممکن د سولې په پروسه کې زمونږ غوښتنې ونه منل شي، یا به توجو ورته ونه شي او که چېرې د جګړې ښکېلې غاړي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو غوښتنې ونه مني، مونږ به یوې تلپاتې سولې ته ونه رسېږو."

په افغان سوله کې د ښځو په کمرنګه ګډون په نړیواله کچه اندېښنې څرګندې شوې دي.

د اروپایې ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېني څو ورځې مخکې ویلي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په لېست کې د افغان ښځو د ونډې کموالی د اندېښنې وړ دی.

دوی وېره ښودلې چې له وسله ‌والو طالبانو سره د سولې موافقه داسې نه ‌وي چې د ښځو د تېرو شااوخوا دوو لسیزو لاسته راوړنې له ‌منځه ولاړې شي.

خو ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو په وار وار دا ډاډ ورکړی چې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه د پام وړ ده او غوښتنې یې په پام کې نیول کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG