د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

ایران په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کړی


د انځور چپ لوري ته د کابل لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي او ښي لوري ته د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د انځور چپ لوري ته د کابل لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي او ښي لوري ته د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د ایران حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دا خبر په یوه اعلامیه کې چې پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه یې رسنیو ته استولی، خپور کړی دی.

د ملي امنیت شورا وايي چې د کابل لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي پرون په دې اړه د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره غږېدلی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د ایران سفیر د سولې د داسې پروسې ملاتړ کړی چې د "افغانانو په مالکیت، د افغانانو تر کنټرول لاندې او د افغانانو په رهبرۍ" وي.

محب او بهرامي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه غږېدلي دي.

د ملي امنیت شورا په وینا، حمدالله محب پرون په کابل کې د هند له سفیر سره هم د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې کړې دي.

د هغوی د خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د هند او ایران له لوري د افغانستان د سولې له پروسې د ملاتړ خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغانستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پیل ته یې خنډ پېښ کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا پرون په مسکو کې د تاس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی په باور د افغانستان د حکومت موقف موثر نه دی او په دوحه کې د پلان شوې غونډې لپاره یې خنډ پېښ کړ.

دا په د اسې حال کې ده چې په مسکو کې پرون د امریکا، روسیې او چین چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو لپاره غونډه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې داسې ناستې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره ګټه لري.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون د ماریا زخاروا د خبرو په اړه د غبرګون له څرګندولو ډډه وکړه.

ښاغلي مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ارګ به وروسته په دې اړه نظر څرګند کړي.

ټاکل شوې وه چې د اپرېل د میاشتې په نیمايي کې له کابله یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو له سیاسي استازو سره وګوري.

د افغانستان حکومت وویل چې د پلاوي له استولو يې ډډه کړې او د قطر حکومت یې تورن کړ چې داسې موقف یې خپل کړی و چې د افغانستان حکومت یې د افغانانو ارادې ته د سپکاوي ګڼي.

د افغانستان حکومت وویل چې بین الافغاني خبرې لغوه شوي دي.

د جمهور رئیس سلاکار فاضل فضلي رسنیو ته وویل چې دوی پر دې چې بین الافغاني خبرې په بل هېواد کې وشي، غور کوي.

خو د امریکا حکومت وویل، دوی په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د ځنډېډو له امله خواشیني دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان پر ولسمشر محمد اشرف غني یې غږ کړی چې د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له دې امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مذاکرې او ډیالوګ د افغانستان د لانجې د حل یوازنۍ لار ده.

خلیلزاد پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان جګړه ډېره اوږده شوه او ملکي افغانان یې قرباني کېږي.

خلیلزاد لیکلي:

"افغانانو ډېره جګړه تېره کړه او ختم یې غواړي، د امریکا متحده ایالات د افغانانو څنګ ته ولاړ دي."

خلیلزاد په دې ټوېټ کې لیکلي:

"زه طالبانو ته چلنج ورکوم چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې په کال بدل کړي."

XS
SM
MD
LG