د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د کابل یو شمېر کاندیدان: زموږ برخلیک دې معلوم بیا دې ملي شورا پرانیستل شي


ارشیف، کله چې ولسمشر غني د ملي شورا ۱۶ دوره پرانیستله.
ارشیف، کله چې ولسمشر غني د ملي شورا ۱۶ دوره پرانیستله.

ولسي جرګې ته د کابل یو شمېر کاندیدان چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې په لومړي لېست کې نومونه بریالي اعلان کړي وو، د شکایتونو کمېسیون پر وړاندې په اعتراض کې له دغه کمېسیونه غوښتنه وکړه چې ژر دې د دغه ولایت وروستي نتایج هم اعلان کړي.

دوی ټینګار کوي چې د انتخاباتي کمېسیون له لوري د دوی د برخلیک له ټاکلو وړاندې دې حکومت د ملي شورا ۱۷مه دوره نه‌افتتاح کوي.

دوه تنه کاندیدان فدا محمد الفت او مرسل نبي‌زاده‌یې اړه وايي:

"له انتخاباتي شکایتونو کمېسیون څخه مو غوښتنه ده چې د کابل ولایت وروستي نتایج ژر اعلان کړي، له ولسمشره د خلکو غوښتنه هم دا ده چې د کابل خلکو ته په کمه سترګه ونه‌ګوري."

"موږ د پارلمان افتتاح غواړو، خو له قانون سره سم او د کابل د استازو له حضور پرته، هېڅ امکان نه‌لري چې پارلمان افتتاح شي."

بل‌خوا د دغو کاندیدانو ځیني پلویان له انتخاباتي کمېسیونونو هم غواړي چې د دوی د وکیلانو برخلیک معلوم کړي او د دوی له رأیو باید سترګې پټې نه‌شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر اوسه هم د کابل ولایت په ګډون د ولسي جرګې د انتخاباتو د پنځو ولایتونو د رأیو وروستي نتایج نه‌دي اعلان شوي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون منشي قاسم الیاسي وايي چې د کابل ولایت د اسنادو په اړه څېړنې پيل شوې دي.

دی زیاتوي:

"د کابل د انتخاباتو په اړه زیاتې پېچلتیاوې شته، د دې لپاره چې هره ورځ ستونزې زیاتېدې، کارونه مو ودرول، یوه اوونۍ کېږي چې بیا مو کارونه پيل کړي، ټولې ستونزې د دې باعث کېږي څو زموږ څېړنې اوږدې شي."

خو بل‌خوا افغان حکومت وايي چې د ملي شورا د ۱۷مې دورې د افتتاح لپاره‌یې چمتووالی بشپړ کړی.

په پارلماني چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، د ولسمشر د هدایت مطابق د ملي شورا د ۱۷مې دورې د افتتاح لپاره کمېسیون ټاکل شوی او ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

د دغه وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو رئیس ذکرالله فرزه‌اي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې نن ورځ کاندیدانو اعتراض کړی او اعتراضیه ناسته‌یې درلوده، شخصي کار یې دی، خو موږ د ولسمشر له هدایت سره سم په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مؤظف شوی، د افتتاحیه ناستې لپاره شانداره مراسم ونیسي، موږ چمتووالی نیولی او ان‌شاءالله د جمعې په ورځ به‌یې افتتاح کړو."

ښاغلی فرزه‌اي زیاتوي چې د کابل او میدان وردګ ولایتونو د وروستي نتایجو له اعلان وروسته کولای شي د دغو ولایتونو استازي ولسي جرګه کې کار پیل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د میزان میاشتې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له بریالیو وکیلانو سره وکتل او د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د افتتاح په اړه‌یې ورسره خبرې وکړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ نویو وکیلانو ته اعتبارنامې ورکړې.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له درې کلن ځنډ وروسته د ۱۳۹۷ کال په میزان میاشت کې ترسره شول، خو له دغو انتخاباتو شپږ میاشتې تېرېږي او بشپړ نتایج نه‌دي اعلان شوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG