د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د ولسمشریزو انتخاباتو ټولو احتمالي نوماندانو د نوماندۍ پروسې ته لار ومونده


د افغانستان راتلونکو ولسشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو یو انځور
د افغانستان راتلونکو ولسشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو یو انځور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشریزو انتخاباتو وروستي نوملړ ته ټولو نوماندانو لار موندلې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح‌الله سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۴» ازادي راډيو ته وویل چې دغو ۱۸ کسانو ټولو د نوماندۍ شرایط پر ځای کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات

ده وویل:

"دغه ۱۸ کسان چې په لومړني نوملړ کې وو، دوی ټولو وروستي نوملړ ته هم لار موندلې، تاسو ته پته وه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وروستي نوملړ کار کاوه، نن‌یې موږ ته راوسپاره چې هېڅ‌څوک ترې وتلي نه‌دي."

دغه کمېسیون دا هم وایي چې سبا پنجشنبه به د دغو نوماندانو ترمنځ پچه اچونه هم وشي چې څوک د نوملړ په کوم ځای کې راشي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر بنسټ د روان لمریز کال د جوزا (غبرګولي) میاشتې په لومړۍ نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني د پنځه کلنې ولسمشرۍ موده پای ته رسېږي، خو اوس د سترې محکمې د تازه حکم له مخې ښاغلي غني کولای شي چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د نتایجو تر اعلان پورې خپله دنده پر مخ یوسي.

د اساسي قانون د همدغې مادې پر بنسټ د هر ولسمشر د کار تر پای ته رسېدو دمخه د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره باید انتخابات له ۳۰ تر ۶۰ ورځو په موده کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د بېلابېلو ستونزو له امله به د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په شپږمه نېټه ترسره شي او تر هغه نوماندان وخت لري چې خپلې سیالۍ وکړي.

خو ایا دغو وروستي شویو نوماندانو د نوماندۍ لپاره ټول شرایط پوره کړي؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا انتقاد کوي چې د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د نوماندۍ پروسه په سمه توګه نه‌ده څېړل شوې، په ځانګړي ډول د دوی د تابعیت مسئله.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وایي، د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو له‌خوا د دې پروسې سم نه‌څېړلو دوی اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

ده وویل:

"د دواړو کمېسیونونو له لوري یو لړ هڅې روانې دي چې پرته له دې چې کوم مسؤلیت پر غاړه واخلي او څوک له ځانه خفه کړي، خپل کار پر مخ یوسي، د دوی دې کارونو موږ ته اندېښنې پیدا کړي چې په راتلونکو پړاونو کې چې هغه به لږ حساس او پېچلي وي، که چېرې دوی هغه وخت هم په سطحي توګه چلند وکړي، وېرېږو چې خبره نوره هم خرابه نه‌شي."

ښاغلی رشید دا هم وایي چې د نوماندانو د اسناداو او شرایطو د څېړلو لپاره د قانون له مخې یوې کمېټې ته اړتیا وه، خو دغه کمېټه جوړه نه‌شوه او د څار بنسټونو سره په دې تړاو هېڅ‌راز معلومات هم نه‌دي شریک شوي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG