د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۸

سکندر: مزار شریف کې د «جام ګل سرخ» په نوم د تکواندو سیالۍ کېږي

ارشیف، د مزار شریف روضه مبارک, 26 Dec 2018
ارشیف، د مزار شریف روضه مبارک, 26 Dec 2018

د افغانستان د تکواندو فدراسیون د «جام ګل سرخ» په نوم د تکواندو سیالیو ته چمتووالی نیسي.

د دغه فدراسیون مشر ډاکتر نجیب‌الله سکندر نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې سیالۍ به مزار شریف کې ترسره شي.

دی زیاتوي:

"د همدې ثور میاشتې په لومړیو کې د جام ګل سرخ تر عنوان لاندې سیالۍ ترسره کوو، لوبغاړي له بېلابېلو ولایتونو په‌دغو سیالیو کې ګډون کوي."

نوموړي وویل چې د سیالیو مخکښو لوبغاړو ته جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG