د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹
Afghanistan – Tele Communication and Information Technology ministry building in Kabul, 15March2017 وزارت مخابرات
Afghanistan – Tele Communication and Information Technology ministry building in Kabul, 15March2017 وزارت مخابرات

په کابل ښار کې چاودنه او نښته!

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته د مخابراتو او ...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په دروازه کې روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې لومړی ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې مخابراتو وزارت ته نږدې یوه چاودنه وشوه.

ښاغلي رحیمي وویل، بریدګر نه دي توانېدلي چې مخابراتو وزارت ته ننوځي او له افغان ځواکونو سره د دغه وزارت په دروازه کې په جنګ بوخت دي.

نوموړي همداشان وویل، افغان ځواکونه هڅه کوي چې سیمه تر کنټرول لاندې کړي او بریدګر له پښو وغورځوي.

رحیمي د چاودنې د نوعیت او د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې پر مخابراتو وزارت برید کوونکي د طالبانو د ډلې غړي نه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت په حمله کې ۷ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کې څلور ملکیان او درې سرتېري دي.

حمله د شنبې په ورځ ۱۱ بجې او څلوېښت دقیقې هغه مهال پیل شوه چې څلورو حمله کوونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند پر مرکزي پوسټ خونې حمله وکړه.

حملې شااوخوا شپږ ساعته دوام وکړ او بالاخره د څلورو حمله کوونکو په وژل کېدو سره حمله پای ته ورسېده.

تر اوسه هم کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه پېښه کې د طالبانو لاس درلود رد کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخابراتو وزارت اړوند پر مرکزي پوست خونې د ترهګرو برید او د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات د ټولو ترهګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ترهګرو د برید هدف مرکزي پوست خونه وه.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته ویلي وو چې بریدګرو لومړی د مخابراتو وزارت سره نږدې په یوه زیارت کې چاودنه وکړه او وروسته یې هڅه کوله چې د مرکزې احصایې ادارې ته ننوځي چې د پولیسو له خوا محاصره شول.

د بریدګرو شمېر څلور تنه ښودل شوی چې له امنیتي ځواکونو سره له پنځه ساعته جګړې وروسته ټول وژل شوي دي.

امنیتي ادارو د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي ورکړي، خو د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته ویلي چې لږترلږه دوه مړي او شپږ ټپیان له دې پېښې څخه روغتونونو ته انتقال شوي دي.

طالبانو د کابل په نننیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د مخابراتو وزارت ته نږدې بریدونو کې د دوی ډله نه ده ښکېله.

د افغانستان د مخابراتو په وزارت کې د بریدګرو د پلټنې په هدف د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل.

په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د مخابراتو وزارت اړوند په مرکزي پوسټ خونه د ترهګرو برید او د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات د ټولو ترهګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل.

طالبانو په دې برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

په مخابراتو وزارت باندې د حمله کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاهم جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د حمله کوونکو چې ممکن شمېر یې درې یا څلور تنه وي، دوه تنه یې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، بریدګر شااوخوا ۱۱ بجې او څلوېښت دقیقې د مخابراتو وزارت ته څېرمه له یوه زیارته په استفادې د دغه وزارت ودانۍ ته ننوتي او لا هم جګړه روانه ده.

که څه هم کومې وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه ده اخیستی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په حمله کې لاس درلودل رد کړي دي.

تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د پېښې له ځایه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG