د افغانستان د عامې روغتیا ویاند وحید مایار وایي چې د کابل د نننۍ پېښې له ځایه روغتونونو ته ۶ ټپیان انتقال شوي دي.
د کابل د جنايي تحقیقاتو رئیس وايي، امنیتي ځواکونونو د مخابراتو وزارت ته د حمله کوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده.
محمد سالم الماس ازادي راډیو ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو او حمله کوونکو ترمنځ د دغه وزارت په دروازه کې جګړه روانه ده.
ښاغلي الماس زیاته کړه حمله هغه وخت پيل شوه چې حمله کوونکو لومړی د مخابراتو وزارت په دروازه کې لاسي بم واچاوه او وروسته نورو حمله کوونکو غوښتل چې د وزارت ودانۍ ته ننوځي.
که څه هم سالم الماس وايي چې په دغه پېښه کې تراوسه یو تن حمله کوونکی وژل شوی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه دوه حمله کوونکي له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او هڅه کېږي چې نور حمله کوونکي هم له منځه یوړل شي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د حمله کوونکو هدف د پست رسونې اداره وه.
تر اوسه هم کومې وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
که څه هم د پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر دې دمه په دغه حمله کې یو تن ټپي شوی دی.