د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱
Afghanistan – Tele Communication and Information Technology ministry building in Kabul, 15March2017 وزارت مخابرات
Afghanistan – Tele Communication and Information Technology ministry building in Kabul, 15March2017 وزارت مخابرات

په کابل ښار کې چاودنه او نښته!

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته د مخابراتو او ...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په دروازه کې روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې لومړی ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې مخابراتو وزارت ته نږدې یوه چاودنه وشوه.

ښاغلي رحیمي وویل، بریدګر نه دي توانېدلي چې مخابراتو وزارت ته ننوځي او له افغان ځواکونو سره د دغه وزارت په دروازه کې په جنګ بوخت دي.

نوموړي همداشان وویل، افغان ځواکونه هڅه کوي چې سیمه تر کنټرول لاندې کړي او بریدګر له پښو وغورځوي.

رحیمي د چاودنې د نوعیت او د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې پر مخابراتو وزارت برید کوونکي د طالبانو د ډلې غړي نه دي.

د کابل د جنايي تحقیقاتو رئیس وايي، امنیتي ځواکونونو د مخابراتو وزارت ته د حمله کوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده.

محمد سالم الماس ازادي راډیو ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو او حمله کوونکو ترمنځ د دغه وزارت په دروازه کې جګړه روانه ده.

ښاغلي الماس زیاته کړه حمله هغه وخت پيل شوه چې حمله کوونکو لومړی د مخابراتو وزارت په دروازه کې لاسي بم واچاوه او وروسته نورو حمله کوونکو غوښتل چې د وزارت ودانۍ ته ننوځي.

که څه هم سالم الماس وايي چې په دغه پېښه کې تراوسه یو تن حمله کوونکی وژل شوی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه دوه حمله کوونکي له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او هڅه کېږي چې نور حمله کوونکي هم له منځه یوړل شي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د حمله کوونکو هدف د پست رسونې اداره وه.

تر اوسه هم کومې وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم د پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر دې دمه په دغه حمله کې یو تن ټپي شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا ویاند وحید مایار وایي چې د کابل د نننۍ پېښې له ځایه روغتونونو ته ۶ ټپیان انتقال شوي دي.

په مخابراتو وزارت باندې د حمله کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاهم جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د حمله کوونکو چې ممکن شمېر یې درې یا څلور تنه وي، دوه تنه یې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، بریدګر شااوخوا ۱۱ بجې او څلوېښت دقیقې د مخابراتو وزارت ته څېرمه له یوه زیارته په استفادې د دغه وزارت ودانۍ ته ننوتي او لا هم جګړه روانه ده.

که څه هم کومې وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه ده اخیستی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په حمله کې لاس درلودل رد کړي دي.

تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د پېښې له ځایه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.

د افغانستان د مخابراتو په وزارت کې د بریدګرو د پلټنې په هدف د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل.

په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د مخابراتو وزارت اړوند په مرکزي پوسټ خونه د ترهګرو برید او د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات د ټولو ترهګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل.

طالبانو په دې برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG