د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

اعتراض کوونکي: سوډان کې دې واک سمدستي یوه ملکي حکومت ته وسپارل شي


ارشیف، د سوډان په خرطوم کې اعتراض کوونکي December 25, 2018.
ارشیف، د سوډان په خرطوم کې اعتراض کوونکي December 25, 2018.

په سوډان کې اعتراص کوونکي له پوځي واکمنانو غواړي چې سمدستي دې واک یوه ملکي حکومت ته وسپاري چې هغه به پخوانی ولسمشر عمرالبشیر عدالت ته راکاږي.

دغه غوښتنه د سوډان پروفېشنل اسوسیشن په نوم ټولنې چې د بشیر پر ضد یې مظاهرې تنظیم کړې وې، کړې ده.

دغې ټولنې همداراز غوښتنه کړې چې دغه انتقالي حکومت او وسله‌وال ځواکونه به بشیر، د استخباراتو د ملي او امنیتي ادارو ټول رئیسان عدالت ته راکاږي.

په زرګونه مظاهره کوونکو د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ د مرکزي قرارګاه په مخکې د اعتراض په توګه خیمې درولي چې پر واکمنې پوځي شورا چې له قدرته د عمرالبشیر تر لیرې کېدو وروسته‌یې قدرت په لاس کې اخیستی، خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

د دې مظاهرو تنظیموونکې ټولنې له خپلو ملاتړو غوښتي چې خپلو اعتراضونو ته تر هغو دوام ورکړي، څو غوښتنې یې منل شوې نه‌وي.

د مظاهره کوونکو د دغو غوښتنو په اړه د پوځي شورا یوه ویاند چې له نورو غړو سره پرون د ورځې ناوخته په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول څه ونه‌ویل، خو یوازې د استخباراتو د ادارې د نوي مشر د ټاکلو اعلان‌یې وکړ.

ارشیف، د سوډان پخوانی ولسمشر عمرالبشیر په خرطوم کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال, February 22, 2019
ارشیف، د سوډان پخوانی ولسمشر عمرالبشیر په خرطوم کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال, February 22, 2019

له دې مخکې پوځي شورا د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي وو چې د صدراعظم په توګه د یوه خپلواکه شخص پر ټاکلو موافقه وکړي.

د فرانس پرس خبري اژانس یو خبریال چې په‌دې غونډه کې حاضر و، وایي د دې شورا یوه غړي جنرال یاسرالاعطا د سیاسي ګوندونو مشرانو ته وویل چې پوځي شورا غواړي چې د ازادۍ، عدالت او ډموکراسۍ پر اساس یو ملکي دولت جوړ کړي.

مظاهره کوونکي دغه‌راز په‌دې هم ټینګار کوي چې ملکي استازي باید په پوځي شورا کې شامل شي.

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او ناروې پرون وویل چې اوس‌یې وخت دی چې د سوډان پوځي واکمنان او نور اړخونه یوې ملکي واکمنۍ ته د انتقال پر سر خبرې وکړي.

د سوډان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په سوډان کې د ډموکراتیک انتقال یوه هدف ته په رسېدو کې د واکمنې پوځي شورا ملاتړ وکړي.

په عین حال کې د مظاهره‌کوونکو له مشرانو او د واکمنې پوځي شورا تر غونډې مخکې د خرطوم لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي سټیوین کوتسیس هم د دې شورا له مرستیال سره کتلي و.

د سوډان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې محمد حمدان داګلو ښاغلي کوتسیس ته په دې اړه چې پوځي شورا په سوډان کې د امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره څه اقدامات کړي، معلومات ورکړل.

د پوځي شورا نوی مشر جنرال برهان د تېرې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د بشیر رژیم به ړنګوي او د شپې له‌خوا پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز به سمدستي لیرې کوي.

هغه همداراز ژمنه کړې چې ټول هغه کسان به چې د مظاهره کوونکو په وژلو کې لاس لري، عدالت ته راکاږي او ټول هغه معترضین به چې د بشیر د واکمنۍ په وروستیو اوونیو کې په هېواد کې د اعلان شوي اضطراري حالت په ترڅ کې توقیف شوي، خوشې کوي.

جنرال برهان وروسته له هغې چې جنرال اواد ابن عوف له قدرته د بشیر تر لیرې کېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې د پوځي شورا له مشرۍ استعفا وکړه، د دې شورا واګې په لاس کې اخیستي دي.

سیمه‌ییزو مهمو لوبغاړو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د انتقالي شورا ملاتړ کړی دی.

سوډان د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون د هغه پوځي ائتلاف یو غړی دی چې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو پر ضد جګړه مخ ته وړي.

خو قطر چې له دواړو، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره اختلاف لري او مخکې له دې چې خرطوم له دغه پوځي ائتلاف سره ملګری شي، د بشیر پر رژیم‌یې څه نا څه نفوذ درلود، تر اوسه په سوډان کې د روانو اعتراضونو په اړه غلی پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG