د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د سوډان دفاع وزیر: د راتلونکو دوو کلونو لپاره به ځواکونه د سوډان چارې سمبالوي


آرشیف/د سوډان ځواکونه
آرشیف/د سوډان ځواکونه

که څه هم د سوډان پوځ په دې هېواد کې له څو میاشتو خونړیو مظاهرو وروسته ولسمشر عمرالبشیر پرون له دندې لېرې کړی، خو اعتراض کوونکي وايي چې د دوی غوښتنې تراوسه نه دي منل شوي او دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د سوډان پوځ په دې هېواد کې له څو میاشتو خونړیو اعتراضونو وروسته ولسمشر عمرالبشیر چې له نږدې ۳۰ کلونو راهیسې یې پر دې هېواد واکمني وکړه، له دندې لېرې کړ.

د سوډان دفاع وزیر عوض ابن عوف د بشیر د لېرې کولو او یوې امن سیمې ته د نوموړي له انتقالولو وروسته وویل:

Source: Sudan TV (Reuters) / د سوډان دفاع وزیر عوض ابن عوف
Source: Sudan TV (Reuters) / د سوډان دفاع وزیر عوض ابن عوف

"زه دا لاندې فرمانونه اعلانوم، لومړی د یوې پوځي انتقالي کمېټې جوړول چې د دوو کلونو لپاره به حکومت اداره کوي، د سوډان د جمهوریت د ۲۰۰۵ کال د انتقالي قانون الغا، د درېیو میاشتو لپاره د پوځي حکومت اعلان، د یوې میاشتې لپاره د شپې له لسو د سهار تر څلورو بجو ګر‎ځبندیز، د ۲۴ ساعتونو لپاره د هېواد د هوايي قلمرو بندول او تر بیا اعلان پورې د ټول سوډان په کچه پر وتلو او ننوتو بندیز."

د دفاع د وزیر دې اعلان چې وسله وال ځواکونه به تر راتلونکو دوو کلونو د چارو واګي په لاس کې واخلي، د ډموکراسۍ پلوي اعتراض کوونکي په غوصه کړل.

د بشیر له لېرې کېدو څو ساعته وروسته د حکومت سیاسي مخالفانو پوځي کودتا رد کړه او د مظاهرو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې پېښو وروسته وویل، د سوډان خلکو ته باید اجازه ورکړل شي چې له دوه کاله د لږ وخت لپاره سوله ییزه انتقالي دوره ولري.

دې وزارت په یو بیان کې وویل، امریکا پر سوډان غږ کوي چې په پراخ بنسټه حکومت کې ملکي سیاستوالو ته هم ونډه ورکړي.

روسیې په سوډان کې د کرارۍ غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د خرطوم لپاره به د روانو تحولاتو نتیجې ته له پام پرته د دواړو هېوادونو اړیکې په لومړیتوب کې وي.

مصر هم په خپل دې ګاونډي هېواد کې د وروستیو تحولاتو په اړه غبرګون وښود او د بهرنیو چارو وزارت یې وویل، قاهره د خپل هېواد د راتلونکې د ټاکلو په برخه کې د سوډان د خلکو د انتخاب او ازادې ارادې ملاتړ کوي.

د بشیر واکمني پوره یوه اوونۍ وروسته له هغه وپرځول شوه چې د الجزایر ولسمشر عبدالعزیز بوتلفیقه هم پوځ له دندې لېرې کړ.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان په سوډان کې د احتمالي تشدد د پیل په اړه خبرداری ورکوي.

په چتم تحقیقاتي مرکز کې د سوډان د چارو کارپوه احمد سلیمان ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي که پوځ ملکي سیاستوالو ته د واک د لېږد غوښتنه ونه مني، نو له امکانه لېرې نه ده چې د تشدد پېښې وشي.

XS
SM
MD
LG