د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

پانګوال: که د سوداګرو او پانګوالو امنیت ته پام ونشي، خپلې پانګې به بهر ته یوسو


ارشیف، په کابل کې د شهزاده سرای یو انځور چې پکې یوه صراف خپلې پیسې په لاس کې نیولي دي
ارشیف، په کابل کې د شهزاده سرای یو انځور چې پکې یوه صراف خپلې پیسې په لاس کې نیولي دي

افغان پانګوال او سوداګر وايي، سږکال په هېواد کې د پانګوالو د تښتولو او ګواښلو پېښې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتې شوي چې د پانګوالو او تولیدي فابریکو پرفعالیتونو یې ناوړه اثر غورځولی دی.

افغان پانګوال په افغانستان کې د اختطافونو ډېرېدل هغه څه بولي چې له امله يې له دې هېواده د پانګو ویستل ډېر شوي دي.

دوی وايي، که د پانګوالو امنیت ته پاملرنه ونه شي، ډېری افغان سوداګر او پانګوال به نه یوازې دا چې له فعالیتونو لاس واخلي، بلکې خپلې پانګې به بهر ته وباسي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په تېر یو کال کې په دې هېواد کې د پانګوالو په وړاندې د اختطاف اتیا پېښې رامنځته شوې دي.

ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

ده وویل:

"په دې وروستیو کې په کابل، ننګرهار، هرات، مزارشریف، کندز او کندهار کې د اختطاف پېښې ډېرې شوي دي، زموږ د شمېرو له مخې، په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې له اتیاو زیات لوی اختطافونه شوي دي، همداشان د روان حمل په میاشت کې موږه په ټول افغانستان کې د اختطاف ۱۲قضیې لرو چې موږ ثبتې کړې دي."

ده دا هم وویل چې د نا امنۍ له امله په تېر یوه کال کې ۱۲ سوه افغان پانګوال یوازې ترکیې ته تللي دي او شااوخوا دولس سوه میلیونه ډالره پانګه يې له ځانونو سره لېږدولې ده.

د دې ترڅنګ د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مسؤلینو هم د یکشنبې په ورځ د سوداګرو او پانګوالو په تښتولو او ګواښلو اندېښنې وښودې.

دوی وویل، امنیتي ارګانونو ته د دوی د بیا بیا ټینګار او وړاندیزونو سره سره د هېواد د پانګوالو او سوداګرو امنیت نه یوازې دا چې خوندي نه شو، بلکې له یوې ورځې بلې ته خراب شو.

د دغې خونې مسؤلینو د ننګرهار ولایت د شېخ مصري له سیمې د یوې فابریکې د رئيس تښتونې ته اشاره وکړه چې نږدې دوه اوونۍ مخکې تښتول شوی او تراوسه یې لا د مرګ او ژوند په اړه معلومات نشته.

د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال عبدالرحیم فیضان وویل، که حکومت د دوی د ستونزو حل ته تدابیر ونه نیسي، د ټولو ولایتونو سودارګر به په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد د پانګوالو او سوداګرو خوندیتوب د دوی مکلفیت دی او په دې برخه کې جدي اقدامات پیل شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"په دې وروستیو کې پر سړي تښتوونکو د پولیسو فشار زیات شوی او ډېر یې نیول شوي دي، پرون هم درې ماهر اختطاف چیان ونیول شول، له ښاغليو صنعتکارانو او سوداګرو مو هیله دا ده چې که دوی خپلو وسلو ته جواز واخلي او په شرایطو برابر وي، د کورنیو چارو وزارت د وسلې د کارت په وېشلو کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي."

د افغان سوداګرو او صنعتکارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول افغانستان کې شااوخوا څلور زره تولیدي فابریکې شته چې د اکثرو رئیسان یې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG