د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۶مه نه کېږي


آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د رأیو صندوقونه October 10, 2018
آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د رأیو صندوقونه October 10, 2018

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسوالیو شوراګانو انتخابات له جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو سره یوځای نه ترسره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د شفافیت او بې پریتوب ترڅنګ وايي چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې له انتخاباتو سره یوځای نه ترسره کېږي.

د دغه کمېسیون کمیشنرې رحیمې ظریفي د یکشنبې په ورځ په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې موثریت په تړاو د همغږۍ یوې غونډې ته په وینا کې د دې ځنډ لامل د وخت کموالی یاد کړ.

دې وویل:

"په خواشینۍ سره چې د میزان د شپږمې په انتخاباتو کې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات شامل نه دي، مونږ یوازې د جمهوري ریاست، ولایتي شورګانو او د غزني د ولسي جرګې انتخابات ترسره کوو، ځکه په انتخاباتو کې تعدیل او بایومټریک موضوع وخت ته اړتیا لري، که چېرې مونږ د ولسوالیو شوراګانو انتخابات ورسره یوځای کول، ډېر وخت یې نیوه او د خلکو اندېښنې زیاتېدې."

خو نوموړې ټينګار وکړ چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې له انتخاباتو سره د میزان په ۶ نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانیو غړو هم ویلي وو چې روانو حالاتو ته په کتو د ولسوالیو شوراګانو او جمهوري ریاست انتخابات په یوه وخت نه ترسره کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې په دې ناسته کې د تېرې یوې نیمې میاشتې کاري فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او په دغه کمېسیون کې یې د هر اړخیزو اصلاحاتو ډاډ ورکړ.

حواعلم نورستانۍ په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې په تړاو ټينګار وکړ او له ښځو يې وغوښتل څو له تېرو انتخاباتو ډېر په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

اغلې نورستانۍ په انتخاباتو کې امنیتي ستونزې او په ټولنه کې حاکم دودونه د انتخاباتو په مخ کې له پرتو ستونزو یاد کړل چې په وینا یې له اړوندو ادارو سره به دا ستونزه هواره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي، هغوی هم دا وړاندوینه کړې وه چې د وخت د کموالي، د تجربې کموالي او د یو شمېر نورو ستونزو له امله دغه کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو وړتیا نه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید د ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د دغه ځنډ ناوړو پایلو په تړاو وویل:

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

"د دغو انتخاباتو د نه ترسره کېدو یو مستقیم اغېز د سنا پر مجلس دی، ځکه یوه برخه بشپړه نه ده، بله اغېزه یې په لویې جرګې ده، په ټوله کې په ولسوالیو کې ډموکراسي له ستونزو سره مخ ده، په ولسوالیو کې ډموکراسي نه پلې کېږي، دا ټول یې اغېزې دي."

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۴۰مې مادې په اساس په محلي ادارو کې د خلکو ګډون او د چارو تنظیم په کلیوالي سيمو کې د شورا د قانون په اساس تطبیقېږي.

د سنا مجلس غړي د ازدو انتخاباتو، عومي، سراسري، مستقیم او د سیمې د اوسیدونکو له لوري د درېیو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG