د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې مظاهره‌چیان: ولسمشر ووچیچ باید ولاړ شي


د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې د ولسمشر ووچېچ پر ضد راوتلي مظاهره‌چیان
د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې د ولسمشر ووچېچ پر ضد راوتلي مظاهره‌چیان

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۴» هم زرګونه کسانو د جمهور رئیس، الکساندر ووچېچ پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیان د بلګراد ښار په یوه مرکزي برخه کې را غونډ شوي وو. هغوی دا نارې وهلې چې «ووچېچ باید ولاړ شي.»

مظاهره‌چیانو ویل، که ووچېچ د صربیا د اساسي قانون عملي کېدل غواړي، باید له واکه لېرې شي.

په بلګراد کې د پروني لاریون یوه ګډونوال، بګدان تاتیچ د رویټرز خبري اژانس ته وویل:

"زه د لوی تغییر په تمه یم، په عمومي ډول د نظام تغییر، یقیناً، په قدرت کې د موجودو کسانو «تغییر»، ځکه واقعاً، دا نور نه‌شي زغمل کېدلای."

د پروني اعتراض تنظیمونکو غوښتل چې د ولسمشر ووچېچ پرضد مظاهرې ته دومره خلک را غونډ کړي چې ساری یې نه‌وي لیدل شوی.

خو د صربیا د کورنیو چارو وزارت اټکل کړې چې اووه زره کسان ورته راغلي وو.

په بلګراد کې روان اعتراضونه د ۳۰ سیاسي ګوندونو، مخالفو ډلو او فعالانو ائتلاف تنظیم کړي دي.

د صربیا ولسمسر الکساندر ووچیچ په بلګراد کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, April 10, 2019.
د صربیا ولسمسر الکساندر ووچیچ په بلګراد کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, April 10, 2019.

د مظاهرو ضد پولیس پرون، د اپرېل به ۱۳مه، له مظاهره‌چیانو سره چې د پارلمان د ودانۍ مخې ته را غونډ شوي وو، ونښتل او د هغوی مخنیوی یې وکړ.

د راپورونو پر اساس، د ووچېچ پلویان د پارلمان په ودانۍ کې پټ وو او ویل یې چې د فاشیستانو او غلو مخنیوی کوي چې په زور قدرت ته رسېدل غواړي.

په صربیا کې د ډسمبر له میاشتې راهیسې خلک په پلازمېنه بلګراد او نورو ښارونو کې مظاهرې کوي.

هغوی ولسمشر الکساندر ووچېچ د اساسي قانون سرغړونکی او مستبد ګڼي چې د هغوی په وینا، د نورو ستونزو ترڅنګ یې پر رسنیو بندیزونه زیات کړي دي.

الکساندر وووچېچ هغه وخت ویلي و چې ان که پینځه میلیونه کسان هم را غونډ شي، غوښتنه به یې ونه مني.

XS
SM
MD
LG