د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د یونان پولیسو نن بیا هم له سلګونو پناه غوښتونکو سره نښته کړې


د یونان پولیس او کډوال د نښتې په حال کې
د یونان پولیس او کډوال د نښتې په حال کې

د یونان پولیس نن بیا هم له هغو سلګونه پناه غوښتونکو سره ونښتل چې د یونان او شمالي مقدونیې ګډې پولې ته نږدې یې خېمې وهلې دي.

د یونان پولیسو د اپرېل په شپږمه پر کډوالو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.

پولیسو همدا راز پر هغوی د داسې مرمیو ډزې وکړې چې خلک بې حسه کوي.

پناه غوښتونکو هم د یونان پولیس په ډبرو ویشتي دي.

د یونان پولیسو ویلي چې دا پناه غوښتونکي غواړي چې د شمالي مقدونیې پر پوله واوړي او له هغه ځایه بیا د ختیځي اروپا هېوادونو ته ولاړ شي.

د پناه غوښتونکو او کډوالو زړه لار له یونانه د شمالي مقدونیې جمهوریت بیا صربیا او له هغه ځایه ختيځي اروپا ته تېره شوې وه.

د یونان پولیس او کډوال د نښتې په حال کې
د یونان پولیس او کډوال د نښتې په حال کې

اکثر پناه غوښتونکي او کډوال چې په سمندر کې تر یونانه رسېدل، له دې لارې د اروپا نورو هېوادونو ته تېرېدل.

خو یونان او د شمالي مقدونیې جمهوريت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې موافقه وکړه چې پوله وتړل شي.

له هغه راهیسې زرګونه ګډوال او پناه غوښتونکي بې سرنوشته په یونان کې پراته دي.

په یونان کې دا بې برخلیکه کډوال اکثر هغه خلک دي چې له افغانستان، سوریې او عراقه تښتېدلي دي.

اروپا ته د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو بهیر په ۲۰۱۶ میلادي کال کې را مات شو.

په دې لار کې سلګونه کډوال په سمندر کې ډوب او بې درکه شول.

د افغانستان، عراق، سوریې او د افریقا د شمال د یو شمېر هېوادونو د مهاجرینو لویه برخه د انسانانو د قاچاق وړونکو په مرسته په سمندر کې یونان ته تلل.

د یونان له ټاپوګانو بیا هغوی هڅه کوله چې د لوېدیځې اروپا هېوادونو، مخصوصاً جرمني ته ورسېږي.

هغه مهال د ملګرو ملتونو سازمان او د یونان حکومت د هغوی لپاره ځانګړي کمپونه جوړ کړل.

خو پناه غوښتونکي وايي چې په کمپونو کې د ژوند شرایط ډېر سخت دي او د یونان حکومت هغوی ته د قانوني استوګنې اجازه نه ورکوي.

په یونان کې غیر قانوني کډوال او پناه غوښتونکي د کار یا درس ویلو اجازه نه لري.

د دې پناه غوښتونکو یوه لویه برخه د یونان او شمالي مقدونیې ګډې پولې ته نږدې ځای پرځای شوي او خېمې یې درولې دي.

د یونان پولیس له درېیو ورځو راهیسې په دې سیمه کې پر هغوی فشار راولي چې خېمې ټولې کړي.

د یونان پولیس هڅه کوي چې هغوی بېرته خپلو کمپونو ته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG