د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۲

له ایران څخه هېواد ته د افغانانو د راستنېدو لامل معلوم شو


آرشیف/ له ایران څخه د افغانانو راستنېدنه 2017/ Source: Jalil Rezayee (EPA-EFE)

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "IOM" په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۱۰۵ زره زیات کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه سازمان د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردېس په‌دې اندازه د افغانانو د راستنېدو ستر لامل په ایران کې اقتصادي ستونزې بولي.

ښاغلي پردېس زیاته کړه:

"یو ستر لامل چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې هم له ۸۰۰ زرو زیات افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو، په هغه هېواد کې وروستۍ ستونزې او اقتصادي مسایل دي چې له امله یې سږکال هم په زیاته اندازه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول."

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "IOM" د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردیس
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "IOM" د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردیس

اوس مهال له پنځه میلیونو زیات افغانان په کډوالۍ کې ژوند کوي چې ډیری یې په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

عباس ۳۲ کلن ځوان چې له یوې لور او مېرمن سره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایرانه بېرته هېواد ته راستون شوی دی.

د ازادي راډیو خبریاله د کابل په لویدېځ کې یوه کرایي اپارتمان ته د عباس لیدو ته ورغلی او وايي، دی په ایران کې پیدا شوی وایي چې په‌دې وروستیو کې افغانانان هغه هېواد کې مناسب ژوند نه‌لري.

دی چې د ژوند د هوساینې لپاره یې په ایران کې پر کارګرۍ د ژوند ډېری برخه تېره کړې اوس په کابل کې په هنري فعالیتونو بوخت دی.

عباس ۳۲ کلن ځوان چې له یوې لور او مېرمن سره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایرانه بېرته هېواد ته راستون شوی
عباس ۳۲ کلن ځوان چې له یوې لور او مېرمن سره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایرانه بېرته هېواد ته راستون شوی

عباس وایي، اوس هلته په ایران کې افغان کارګر له سترو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه د هغه په خبره، د هغه هېواد د اسعارو بیو په بې ساري ډول له لاسه ورکړی.

نوموړی زیاتوي:

"یو مېلیون تومان شپږ یا پنځه نیم زره افغانۍ کېږي چې که په کابل کې یو کراچۍ ولرو او کار پرې وکړو نو غوره به وي، په ایران کې ورځ مزدوري په میاشت کې له یوه، دوه تر درې میلیونه تومان دی چې درې میلیونه اتلس زره افغانۍ کېږي."

د ایران تر څنګ په ترکیه او ‌ډېرو نورو اروپايي هېوادونو کې هم افغانان د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ په‌داسې حال کې تېزه شوې چې په وروستیو میاشتو کې پر تهران د واشنګټن د بندیزونو له لګېدو او د هغه هېواد د پيسو د ارزښت له ټیټیډو وروسته، ایران له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شوی دی، خو دغه افغانان چې د ایران له وضعیته راغلي، په افغانستان کې هم ښه حالت نه‌لري.

د ازادي راډیو خبریاله د کابل په لویدېځ دشت برچي کې د نورجمال کور ته تللې، هغه ښځه چې له څلورو وړو ماشومانو سره په کرایي کور کې اوسېږي.

د کابل په دشت برچي کې د نورجمال کور
د کابل په دشت برچي کې د نورجمال کور

نور جمال دوه میاشتې مخکې له ایرانه هېواد ته راستنه شوې او میړه یې په ورځ کې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ عاید لري.

نوموړی وايي:

"له ایرانه چې راغلم، په هرات کې راسره د ملګرو ملتونو سازمان ۱۲۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه، نور هېڅ‌چا راسره مرسته ونه‌کړه، میړه مې کار پسې وځي، په ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ ګټي، نور هېڅ عاید نه‌لري."

دا په‌داسې حال کې ده چې حکومت او په تېره د کډوالو چارو وزارت مخکې له دې ویلي و چې له راستانه شویو کډوالو سره به د کورونو او کارموندنې په برخو کې مرستې وکړي.

د افغانستان د کډوالو د او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، تېر کال د قوس په میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي هڅه کوي چې راستانو شوېو کډوالو ته یوه یوه نومره ځمکه ورکړي.

د ده په خبره، بې‌ځایه شویو ته به د ځینو ادارو په مرسته د کار اسانتیاوې هم برابرې شي، خو د نورجمال په څېر ګڼې نورې کورنۍ هم شته چې تر اوسه ورسره دغه مرستې نه دي شوي.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG