د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۶

په هند کې نن پارلماني انتخابات دي

د هند په لوېدیځ بنګال کې د رأیو په یوه مرکز کې رأیه اچوونکي. April 11, 2019
د هند په لوېدیځ بنګال کې د رأیو په یوه مرکز کې رأیه اچوونکي. April 11, 2019

د هند پارلماني انتخابات په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او لومړی دور یې نن پيل شو.

په لومړي دور کې ۱۴۲ میلیونه هندیان په ۲۲ ایالاتو او فدرالي سیمو کې رأیه ورکوي.

شااوخوا ۹۰۰ میلیونه هندیان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي او سږ کال د ۲۰۱۴ میلادي کال په نسبت څه باندې ۸۰ میلیونه نور کسان هم د رأی ورکولو په شرایطو برابر شوي دي.

دا انتخابات به له نن د مې تر ۱۹مې دوام کوي.

د هند د انتخاباتو وروستۍ نتیجې د مې په ۲۳مه راوځي او په همدې ورځ به ګټونکی اعلانېږي.

د هند پارلمان ولسي جرګه یا لوکه سبها ۵۴۵ څوکۍ لري او بریالی ګوند باید اکثریت رأیې وګټي، څو حکومت جوړ کړي.

دوه مهم ګوندونه د هند په انتخاباتو کې له یو بل سره سیالي کوي.

حاکم ګوند بهارتیا جانتا چې هندو نشنلست ګوند دی او صدراعظم نرېندرا مودي یې کاندید دی او بل د هند ملي کانګرس یا «ای. اېن. سي» دی چې راهول ګاندي یې مشري کوي.

تېر ۲۰۱۴ میلادي کال انتخاباتو کې بهارتیا جانتا په یوازې سر ۲۸۲ څوکۍ ګټلې وې دا هغومره څوکۍ وې چې په څو لسیزو کې کوم ګوند په یوازې سر نه‌وې ګټلې.

د سږ کال په انتخاباتو کې هم وړاندوینې داسې دي چې د صدراعظم نرېندرا مودي ګوند به مخکښ وي.

ارشیف, د هند صدراعظم نرېندرا مودي د دې هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مراسمو کې. August 15, 2018
ارشیف, د هند صدراعظم نرېندرا مودي د دې هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مراسمو کې. August 15, 2018

څلورو نظرپوښتنو ښودلې چې دی به ۲۷۳ څوکۍ وګټي.

دواړه مخکښ ګوندونه بهارتیا جانتا او «ای. اېن. سي» یا کانګرس ګوند یو بل د بېلابېلو ستونزو په خاطر تورنوي.

کانګرس مخالف ګوند حاکم ګوند تورنوي چې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

بهارتیا جانتا ګوند بیا په بهرني سیاست کې خپلې لاسته راوړنې هغه څه بولي چې په مټ‌یې د انتخاباتو بریا ته تمه لري.

د پاکستان په وړاندې په وروستیو کې د صدراعظم نرېندرا مودي د حکومت دریځ چې د دغو دواړو اټمي ګاونډیانو ترمنځ د څو ورځو نښتو سبب شو، د ګڼو خلکو له‌خوا له هرکلي سره مخ شو.

په حکومت بیا یوه سخته نیوکه دا ده چې د اقتصادي پرمختګ، د خلکو د وضعیت د ښه‌والي او د بزګرو د ژوند د بهترۍ لپاره‌یې ژمنې نه‌دي پوره کړي.

د امنیتي اندېښنو د لیرې کولو لپاره د هند پوځ شدید امنیتي تدابیر نیولي دي.

سره له تدابیرو په جمو او کشمیر کې تر انتخاباتو مخکې په تر ټولو تازه پېښه کې اووه کسان ووژل شول.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

This item is part of
XS
SM
MD
LG