د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د هند د انتخاباتو کمېسیون د صدراعظم مودي په اړه د یوه فلم د خپرېدو مخه نیولې


ارشیف, د هند صدراعظم نرېندرا مودي د دې هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مراسمو کې. August 15, 2018
ارشیف, د هند صدراعظم نرېندرا مودي د دې هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مراسمو کې. August 15, 2018

د هند د انتخاباتو کمېسیون د صدراعظم ناریندرا مودي په اړه د یوه جوړ شوي فلم د خپرېدو مخه نیولې ده او وایي چې تر انتخاباتو وروسته دې خپور شي.

کمېسیون وروسته تر دې دا پرېکړه وکړه چې دوی ته شکایت وشو چې د دې فلم له لارې په غیر عادلانه ډول د بهارتیا جنتا ګوند لپاره تبلیغات کېږي.

د نرېندرا مودي ښي اړخی بهارتیا جنتا ګوند چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې یې اپوزېسیون کانګرس په ښکاره توپیر مات کړ، هڅه کوي چې د دوهم ځل لپاره بریالی شي.

د هند پارلماني ټاکنې سبا «د اپرېل ۱۱» پیلېږي او د مې میاشتې تر ۱۹مې دوام کوي.

د انتخاباتو کمېسیون د مودي په اړه د جوړ شوي فلم پر خپرېدو د مې تر ۱۹مې بندیز لګولی دی.

د هند د انتخاباتو د قانون له مخې د هر ډول موادو خپرېدل چې انتخاباتي کمپاین ګڼل کېږي، منع دي.

د هند په ممبی کې پر یوه دکان انتخاباتي پوسټر, March 12, 2019

په‌دې برخه کې اعلانونه، فلمونه حتی د ټولنیزو شبکو له لارې د موادو خپرېدل منع دي، خو که د هند د انتخاباتو کمېسیون اجازه ورکړې وي، بیا یې خپرېدل ممکنه دي.

د هند د انتخاباتو کمېسیون په نړۍ کې تر ګردو ستر ډموکراتیک انتخابات تنظیموي.

په‌دې انتخاباتو کې نږدې ۹۰۰ میلیونه کسان د رأی ورکولو حق لري چې د مرکزي پارلمان ۵۴۳ غړي انتخاب کړي.

د هند د ټاکنو د کمېسیون په وینا، سږ کال د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو په پرتله د رأی ورکوونکو شمېر نږدې ۸۰ میلیونه زیات شوی دی.

دغه کمېسیون څرګندوي چې د نرېندرا مودي د ژوند په اړه فلم دا توان لري چې د رأی اچولو پر بهیر اغېز وکړي.

کانګرس ګوند د دې فلم له خپرېدو سره مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی و که دا فلم خپور شي، قضیه به سترې محکمې ته راکاږي.

د فرانس پرس اژانس په وینا، په‌دې فلم کې د نرېندرا مودي د واکمنۍ زمانه له هغه وخته تصویر شوې ده چې ده د رېل په یوه تم‌ځای کې چای خرڅاوه.

د هند انتخابات په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او وروستۍ نتیجې د مې په ۲۳مې شمېرل کېږي او په همدې ورځ اعلانېږي.

د دې انتخاباتو لپاره په ټول هند کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG