د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

د اسرائیل انتخابات: له ۲ کاندیدانو یو هم اکثریت رأیې نه‌دي ترلاسه کړي


اوسنی صدراعظم بنیامین نتانیاهو په پارلماني انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي, ۹ د اپرېل ۲۰۱۹
اوسنی صدراعظم بنیامین نتانیاهو په پارلماني انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي, ۹ د اپرېل ۲۰۱۹

په اسرائیلو کې د پرونیو پارلماني انتخاباتو مخکښ کاندیدان د رأیو د ترلاسه کولو په برخه کې یو بل ته ډېر نږدې دي.

په لومړنیو نتایجو کې دواړو مخکښو کاندیدانو یعنې اوسني صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د تور او سپین ګوند مشر بني ګانټس د بریالیتوب ادعا کړې ده.

تېره شپه د اسرائیلو په رسنیو کې له دې کبله شور پورته شو چې ځینو یې نتانیاهو او ځینو یې بني ګانټس د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو د دې دواړو ګوندونو څخه یو هم نه‌دی توانېدلی، څو هغه ۵۰ جمع یو رأیې پوره کړي چې د اسرائیلو پر پارلمان د حاکمیت او حکومت جوړونې لپاره په‌کار دي.

ځیني نور ګوندونه چې کمې رأیې یې ګټلي، هم د رأی ورکولو د مرکزونو له تړلو سره سم په دوو ډلو ووېشل شول.

ښي اړخي ګوندونو د نتانیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند ملاتړ وکړ او یو شمېر نورو بیا پر پارلمان د سپین او تور ګوند حاکمیت غوښتنه وکړه.

اټکل کېږي چې د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند به له وړو ګوندونو سره د ائتلاف له لارې وتوانېږي چې د اسرائیلو په پارلمان کې له ۶۰ تر ۶۵ پورې څوکۍ د ځان لپاره خوندي کړي.

د تور او سپین ګوند مشر بني ګانټس د اسرائیلو په پارلماني انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي، ۹ د اپرېل ۲۰۱۹
د تور او سپین ګوند مشر بني ګانټس د اسرائیلو په پارلماني انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي، ۹ د اپرېل ۲۰۱۹

همدارنګه دا هم ویل کېږي چې ښايي مخالف ګوند هم په پارلمان کې د ځان لپاره له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې څوکۍ خپلې کړي.

په اسرائیل کې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» په انتخاباتو کې ۱۰ زره د رأی ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي وو.

همدارنګه له هېواده بهر اسرائیلي وګړو هم کولای شول په‌دې انتخاباتو کې رأیې ورکړي.

اسرائیل، ۸،۷ میلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» په پارلماني انتخاباتو کې د خلکو ګډون په سلو کې شااوخوا ۳۶ وو.

XS
SM
MD
LG