د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

نتانیاهو په اسرائیل پورې د یهودمېشتو ځاینونو د ضمیمې ژمنه وکړه


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم وایي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه که به یهودي مېشت ځایونه له اسرائیل سره ضمیمه کړي، که بیا د صدراعظم په توګه وټاکل شي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، که د راتلونکې سې شنبې په ورځ انتخابات وګټي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې به د یهودو مېشت ځایونه له اسرائیل سره ضمیمه کړي.

له نتانیاهو څخه پرون شنبه د اسرائیل د ټلویزیون ۱۲ خبري چاینل وپوښتل، هماغسې چې اسرائیل د ۱۹۶۷ په جګړه کې نیولې سیمې ختیځ بیت المقدس او د جولان لوړې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، ولې یې د لوېدیځې غاړې مېشت ځایونه ضمیمه نه کړل؟

ده وویل، څوک وایي چې موږ دا کار نه کوو، په دې اړه مو خبرې پیل کړي او د اقدام په درشل کې دی.

نتانیاهو وویل:

"تاسو پوښتنه کوئ چې ایا موږ بل ګام اخلو؟ ځواب یې دی، بلې! موږ به بل اقدام وکړو، زه به د اسرائیل حاکمیت وغځوم، زه د یهودي مېشت ځایونو د بلاکونو او جلا مېشت ځایونو ترمنځ توپیر نه کوم."

د فلسطینیانو مشرانو د نتانیاهو پر دغو څرګندونو غوصه څرګنده کړې ده.

د فلسطینانو ستر مرکچي صایب عریقات وویل، اسرائیل تر هغو چې نړیواله ټولنه یې کړو وړو ته براَت ورکوي، په بې ساري توګه له نړیوال قانون څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.

عریقات په ځانګړې توګه له اسرائیل د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادارې ملاتړ ته په اشاره وویل چې دې ادارې د اسرائیل د حکومت ملاتړ کړی او هم یې د اسرائیل له خوا د فلسطینیانو پر ملي او د بشري حقونو تېری تأیید کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

فلسطینان په لوېدیځه غاړه ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې چې ټول اسرائیل په ۱۹۶۷ کال نیولي، د یوه خپلواک دولت د جوړولو لپاره هڅې کوي.

اسرائیل ختیځ بیت المقدس له خپلې خاورې سره ضمیمه کړی او له غزې څخه وتلی.

که څه هم فلسطینان په لوېدیځه غاړه کې محدوده واکمني لري، خو دا سیمه د اسرائیل د پوځ تر کنټرول لاندې ده.

فلسطینیان د جینیوا د کنوانسیون پراساس چې د جګړې په ترڅ کې په اشغال شویو سیمو کې د مېشت ځایونو پر جوړولو بندیز لګوي، یهودي مېشت ځایونه غیر قانوني بولي.

اسرائیل بیا له دې کار سره مخالفت څرګندوي او دا سیمې د خپلو امنیتي اړتیاوو، د اسماني کتاب تورات، تاریخي او سیاسي اړیکو په خاطر د ځان بولي.

اټکل کېږي چې ۴۰۰ زره اسرائیلیان به په لوېدیځه غاړه کې د شااوخوا ۲ ميلیونه او نهه سوه زره فلسطینیانو ترڅنګ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG