د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

ولې د بلخ په دولتي ادارو کې د مقررۍ په برخه کې د ولسمشر فرامین نه‌پلي کېږي؟


آرشیف/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني
آرشیف/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د بلخ دولتي ادارو ته یو شمېر نوي تعیین شوي مأمورین او رئیسان شکایت لري چې له دوو میاشتو راپه دېخوا د محلي ادارې د مخالفت پر اساس نه‌دي توانېدلي چې خپلې دندې پیل کړي.

ډاکتر خلیل حکمتي دوه میاشتې دمخه د اداري اصلاحاتو له ازموینې وروسته د ولسمشر غني له لوري د بلخ د عامې روغتیا د مشر په توګه و ګمارل شو، خو شکایت لري چې د محلي ادارې د مخالفت له امله‌یې تر دې دمه دنده نه‌ده پیل کړې.

ښاغلي حکمتي ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ والي اسحاق رهګذر ورته ویلي دي چې ولسمشر غني د بلخ د عامې روغتیا د مشر په توګه د نوموړي په تقررۍ کې له ده سره مشوره نه‌ده کړې.

حکمتي زیاته کړه:

"له نوروز یوه اوونۍ وروسته چې له ۱۲ یا هم ۱۳ کسانو سره د بلخ والي حضور ته ورغلم، والي صاحب راته وویل چې مرکزي حکومت ستا د تقررۍ په برخه کې له ما سره مشوره نه‌ده کړې، وروسته له دغې خبرې یو شمېر ملګرو والي صاحب ته وویل چې دا کس د ازاد رقابت او د اداري اصلاحاتو د ازموینې له لارې تعیین شوی دی."

په همدې حال کې د بلخ د حیرتان بندر د استراس نیمه دولتي شرکت نوی مشر لطیف سهاک وايي چې د ازاد رقابت له لارې یې دغه پست ته لاره موندلې او په ورته وخت کې د ولسمشر فرمان هم لري، خو د بلخ والي اسحاق رهګذر یې د معرفي کېدو مخنیوی کوي.

آرشیف/ د بلخ والي اسحاق رهګذر د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې
آرشیف/ د بلخ والي اسحاق رهګذر د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې

هغه د استراس شرکت د خدماتي مشر په توګه د خپل فعالیت د نه‌پیلېدو په اړه وویل:

"موږ له ۳۰۰ سپین ږیرو او ځوانانو سره والي صاحب ته ورغلو، له هغه مو وپوښتل چې ولې حکم نه‌پلی کېږي؟ او له هغه پس مو تظاهرات هم وکړل، والي موږ ته په خبرو کې یوې جالبې مسئلې ته اشاره وکړه چې ولسمشر غني باید د رئیسانو په مقررۍ کې له ما سره مشوره وکړي، دا خبره‌یې غیر قانوني وه، ځکه چې موږ د ازاد رقابت له لارې راغلي یوو."

ازادي راډیو یاده مسئله د بلخ ولایت له مرستیالانو شجاع‌الدین شجاع او بشیر احمد توحیدي سره شریکه کړه، خو دواړو محلي چارواکو ونه‌غوښتل چې په دې اړه څرګندونې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې ویاند سید شاه سقیم وايي چې دوی په بلخ کې د عامې روغتیا او د استراس شرکت د نویو تعیین شویو رئیسانو ستونزه له محلي چارواکو سره شریکه کړې ده.

هغه وویل چې محلي ادارې د والي اسحاق رهګذر د ډېرې کاري بوختیا له وجهې د عامې روغتیا نوي مشر ډاکتر خلیل حکمتي معرفي ځنډولې وه.

ښاغلی سقیم وايي چې ډېر ژر به د بلخ د عامې روغتیا نوی رئیس د یادې ادارې کارکوونکو او نورو محلي چارواکو ته معرفي شي، تر څو خپل فعالیت پيل کړي.

سید شاه سقیم زیاته کړه:

"وروستي معلومات مو چې د ولایتي ادارې څخه ترلاسه کړي، دوی وايي چې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه‌شته او د والي له لوري به د بلخ د عامې روغتیا نوی مشر د دې بنسټ کارکوونکو او محلي ادارې ته وروپېژندل شي."

د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې ویاند سید شاه سقیم وايي چې د بلخ محلي چارواکو ورته ویلي چې د حیرتان بندر د استراس شرکت د نوي مشر سرنوشت به پس له هغې روښانه شي چې د بلخ والي له ولسمشر غني سره په دې برخه کې خبرې وکړي.

ښاغلي سقیم وویل:

"دا شرکت ټول دولتي هم نه‌دی، د خدماتو لپاره‌یې رئیس ټاکل شوی و، په دې برخه کې یو څه ملحوظات شته او موضوع به تر هغې معطل وي چې والي صاحب له ولسمشر سره وویني او هلته به پرې وروستۍ پرېکړه وشي."

په داسې حال کې په بلخ کې د دولتي ادارو لپاره د نويو کسانو د ګمارنې په برخه کې د بلخ د والي له‌خوا د ولسمشر غني فرامین نه‌پلي کېږي چې هم‌مهاله د دې ولایت په معارف اداره او د اداري اصلاحاتو په کمېسیون کې هم د مرکزي حکومت اوامر او احکام نه‌چلېږي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG