د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د امریکا او ایران ترمنځ مخ په زیاتېدونکی کړکېچ او پر افغانستان‌یې اغېز


آرشیف، د انځور ښي لوري ته د ایران ولسمشر حسن روحاني او چپ لوري ته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
آرشیف، د انځور ښي لوري ته د ایران ولسمشر حسن روحاني او چپ لوري ته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ولسي جرګې د نړیوالو اړيکو کمېسیون او یو شمېر کارپوهان د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ نوي کړکېچونه د افغانستان لپاره ګواښوونکي ګڼي.

د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د نویو کړکېچونو په زیاتېدو سره د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون اندېښنه څرګندوي چې افغانستان به له دغو کړکېچونو اغېزمن شي.

د دغه کمېسیون مرستیال داوود کلکاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان باید د ګاونډيو او نړیوالو هېوادونو ترمنځ د مبارزې په مرکز بدل نه‌شي.

آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړی داود کلکاني
آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړی داود کلکاني

ده وویل:

"د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچونه او روانه قضیه پر افغانستان هم خپله اغېزه لري، په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې رامنځته شوي کړکېچونه د افغانستان او سيمې د هېوادونو په ګټه نه‌دي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترورېستي سازمانونو په تور لېست کې شامل کړ.

ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د ترورېستي سازمانونو په تور لېست کې د ایران سپاه پاسداران ډلې د شاملولو جزئیات روښانه شي.

دا لومړی ځل دی چې متحده ایالات یوه رسمي نظامي ډله د ترورېستي سازمانونو په ډله کې شمېري.

تر دې اعلان وروسته سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس راپور ورکړ چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه بیان کې د سنتکام په نوم د امریکا مرکزي قومانداني او ورپورې تړلي ټول ځواکونه د ترورېستي سازمان په توګه اعلان کړل.

د امریکا مرکزي قومانداني یا سنتکام په منځنۍ اسیا، ختیځې افریقا او مرکزي اسیا کې ده.

د نورو هېوادونو تر څنګ د افغانستان جګړه هم د دغې قوماندانۍ تر پوښښ لاندې ده.

د افغانستان په ګاونډ کې ایران له افغانستان سره نږدې سیاسي، فرهنګي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې لري او دا مهال په هغه هېواد کې سلګونه زره افغان کډوال ژوند کوي.

د دې تر څنګ امریکا له افغانستان سره سراتېژيکې اړیکې لري چې د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې او لاهم روانه ده.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان ټينګار کوي چې د ملي وحدت حکومت باید په خپل بهرني سیاست کې انډول په پام کې ونیسي.

له دې ډلې قدرت‌الله ځواک په دې اړه وویل:

"د افغانستان په بهرني سیاست کې انډول ډېر ضرور دی، تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان له ایران او امریکا سره په خپل بهرني سیاست کې انډول وساتي، ایران زموږ ګاونډی هېواد دی او امریکا زموږ ستراتېژیک ملګری هېواد دی، نو د افغانستان د ډيپلوماسۍ توازن باید خوندي وي."

د افغانستان حکومت بیا د امریکا او ایران ترمنځ د رامنځته شویو کړکېچونو په تړاو څه نه‌وايي.

خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي او هېڅ هېواد د دې حق نه‌لري چې په افغانستان کې نیابتي جګړې مخته یوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG