د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

اردن ته د عبدالله عبدالله سفر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تازه هیلې پیدا کړي


اردن کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اردن کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

اردن ته د افغان حکومت د اجرائیه رئیس دوه ورځني سفر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تازه هیلې پیدا کړې دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» له ازادي رډيو سره په خبرو کې وویل، د «منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د اقتصاد نړیوالې مجمع» په څنډه کې د اردن او ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د نوموړي په خبره ټاکل شوې یو پلاوی د افغانستان او اردن ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زمینې د برابرولو لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د ازادي راډیو په یوه اوونیز پروګرام کې
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د ازادي راډیو په یوه اوونیز پروګرام کې

ښاغلي خوځون زیاته کړه:

"ټاکل شوې چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو پلاوی اردن ته لاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او په‌دې اړه چې اردن په کومو برخو کې په افغانستان کې پانګونه کولای شي."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په یو دوه ورځني سفر د تېرې جمعې په ورځ «د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د اقتصاد نړیوالې مجمع» کې د ګډون لپاره اردن ته سفر وکړ، تېره ورځ بېرته هېواد ته راستون شو.

د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس په افغانستان کې د نړیوالو سوداګریزو شرکتونو د پانګونې د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، اردن د افغانستان د وچې مېوې او نورو تولیداتو لپاره ښه بازار لري.

غالۍ، د تالکو ډبرې، وچې او تازه مېوې، زعفران هغه افغاني تولیدات دي چې اوس‌مهال هم اردن ته صادرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره افغانستان هم له اردن څخه ځيني پلاستیکي مواد راواردوي او که په هغه هېواد کې د افغانستان د زعفرانو، زیرې، وچې او تازه مېوو لپاره د بازار موندنې زمینه پراخه شي، دغه هېواد به په کلني ډول له دې درکه په میلیونونو ډالر عاید ترلاسه کړي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې اردن د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوال دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس خان جان الکوزی په کابل کې یوې خبري غونډې ته.۱۶.۷.۲۰۱۶
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس خان جان الکوزی په کابل کې یوې خبري غونډې ته.۱۶.۷.۲۰۱۶

نوموړي زیاته کړه:

"که اوس دغه کار وشي، په کال کې به موږ له ۲۰ نه تر ۳۰ میلیونه ډالرو سوداګري ولرو، اردن بازار لري، خو د هغه لپاره اړتیا ده چې دولت‌یې په اړه کار وکړي، زموږ د تولیداتو لپاره بازار موندنې ته اړتیا ده، څو په اردن کې زموږ د تولیداتو په اړه پېژندنه رامنځته شي."

له دې سره اردن ته د سوداګرو د تګ راتګ ستونزې، د ویزې د اخیستلو څرنګوالی او تعرفې هغه څه دي چې ښاغلي الکوزي ورته اشاره وکړه او له حکومته د افغان سوداګرو د دغو ستونزو د حل غوښتونکی شو.

خو ښاغلی الکوزی په افغانستان کې د بهرنیو سوداګرو د پانګونې په وړاندې ناامني لویه ستونزه ګڼي وايي چې په‌دغه هېواد کې ان افغان سوداګر خوندي نه‌دي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG