د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۵

"IPL": چنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز د جدول په سر کې دي

ارشیف، د ای پي اېل لوبې
ارشیف، د ای پي اېل لوبې

د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ سیالیو په لړ کې نن ماښام چنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

دواړه لوبډلې د روانو سیالیو پیاوړې لوبډلې بلل کېږي چې تر دې دمه‌يې د اته اته نمرو په لرلو سره د سیالیو د جدول په سر کې ځای لري.

دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې د هندوستان په چنای ایالت کې پیلېږي.

د دې سیالۍ د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدراباد لوبډلې د پنجاب لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه.

حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې هدف وټاکه چې پنجاب لوبډلې د ۱۹م اوور په پنځم توپ پوره کړ او دا سیالۍ يې وګټله.

This item is part of
XS
SM
MD
LG