د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تللي او له خلکو سرهيې کتلي اوس د قطر په غونډه کې ګډون کوي.
د دې حرکت مسؤل اقبال خېبر وايي، د قطر په ناسته کې به دواړو غاړو ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې او د افغانستان له خلکو راټولې شوې مشورې به شریکې کړي.
ښاغلي خېبر د سي شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۰» ازادي راډيو ته وویل:
"زموږ پرېکړه دا ده چې د قطر په ناسته کې برخه اخلو د خلکو مشورې او د دوی غوښتنې مو راټولې کړي دي او انشاءالله پهدې ناسته کې به د افغانستان رښتینی تصویر هلته وړاندې کړو، د دواړو لورو ترمنځ به نږدېوالی رامنځته کړو، د دوی ترمنځ به بدبیني راکمه کړو او د دوی د کلیو او سیمو بده ورځ به ورته تشرېح کړو."
د سولې ولسي حرکت تېر لمریز کال د حمل په درېيمه نېټه وروسته له هغې رامنځته شو چې په هلمند کې په یوه خونړۍ انتحاري حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
وروسته د یاد حرکت غړي له هلمنده پلي کابل ته راغلل، د یو شمېر بهرنیو سفارتونو مخې تهیې پرلت وواهه او له شااوخوا دوه میاشتو وروسته لوڅې پښې او پلي بلخ ولایت ته ولاړل.
د دوی پیغام هر ځای ته په رسېدو دا و چې په افغانستان کې جګره د پردیو د ګټو لپاره روانه ده او قرباني یې افغانان دي.
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، په کلیو، جوماتونو او ښوونځیو کې د سولې لپاره له خلکو، قومي سپينږیرو او ښوونکو سره ناستې درلودې او د سولې په اړهيې د دوی نظریات اورېدلي دي او د قطر په ناسته کې بهيې شریک کړي.
خو د دغه حرکت یو شمېر غړو پهدې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د خپلو فعالیتونو په لړ کې دوه ورځې د نهخوړلو اعتصاب وکړ او د اعتصاب لاملیې هم دا و چې د جګړې ښکېلې خواوې د دوی غوښتنو ته غوږ نهنیسي.
د افغانستان د عمل ولسي ټولنې رئیس ګل اغا حسني د قطر په ناسته کې د سولې د ولسي حرکت د غړو ګډون مهم بولي، خو وايي دوی باید پهدې ناسته کې د افغان سیاسیونو تر تأثیر لاندې رانهشي.
دی وايي:
"که د جګړې ښکېل اړخونه هلته موجود وي، نو د سولې د ولسي حرکت د غړو تګ هلته ډېر مهم دی، ځکه دوی به هلته د افغانستان د تورو حالاتو رښتینی تمثیل وکړای شي، خو که هلته یو اړخ موجود وي او د دغه حرکت غړي د سیاسیونو تر تأثیر لاندې راغلل، نو خدای مهکړه هلې ځلې بهيې هېڅ شي او بیا د دوی ګډون له سولې سره هېڅ مرسته نهشي کولای."
د یادولو وړ ده چې د قطر په راتلونکې ناسته کې د افغان سیاسیونو تر څنګ د حکومت یو شمېر استازي طالبانو سره په خبرو کې برخه اخلي.
که څه هم وړاندې ویل کېدل چې دا غونډه د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مې او ۱۵مې کېږي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزي دوه ورځې وړاندې وویل چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ بهیې وروستۍ نېټه په ډاګه شي.
راپور: اکرامالله اکرام