د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۰

برښنا شرکت: د لینونو پرې کولو زیات شمېر پوروړي اړ کړي چې د برښنا پور راکړي

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي
د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي

د افغانستان برښنا شرکت وایي، د برښنا د پوروړو د لین پرې کولو د کمپاین له پیلېدو سره زیات شمېر پوروړي اړ شوي چې د برښنا پور ورکړي.

د برېښنا شرکت يوه ورځ وړاندې د برښنا د بلونو له درکه د پوروړ کسانو د لینونو د پرې کولو کمپاین پیل کړ.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، پوروړي کسان د برښنا د لینونو له پرې کولو وروسته اړ شوي چې دغه شرکت ته د پورونو د ورکړې لپاره مراجعه وکړي.

ده وویل:

"د ډېرو ساحو برښنا پرې شوې او زیاتره پوروړي چې نن راغلل، د قصط غوښتونکي شول او يو شمېر نورو یې بیا تحویلي وکړه، زموږ دا کمپاین په ټول هېواد کې په شدت سره دوام لري.

زیاتره دغه کسان دایمي پوروړي ګڼل شوي چې د افغانستان د برښنا شرکت د ویاند په خبره، تر دېرشو دورو پورې يې خپل د برښنا بلونه نه دي ورکړي.

دغه شرکت تېر کال هم د خپلو پوروړو څخه شکایت کړی و او ویلي یې وو چې د ځينو چارواکو په ګډون يو شمېر زورواکي خپل د برښنا لګښت نه پرې کوي.

د افغانستان د برښنا شرکت نښان
د افغانستان د برښنا شرکت نښان

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند ټینګار کوي چې د برښنا د بلونو پیسې هېڅ چا ته نه بښل کېږي.

نوموړي وویل:

"دوی کولای شي چې خپل پورونه په قصطوار ډول ورکړي او موږ له دوی سره همکاري کوو، څو خپل پورونه په لنډ او اوږدمهال کې پرې کړي."

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي چې د برښنا په برخه کې د شته ستونزو له امله شکایت لري د پوروړو کسانو له خوا د برښنا لګښت نه ورکول د دغو ستونزو يو عمده لامل بولي.

عنایت الله چې له پنځوسو کلونو یې عمر اوښتی، په کابل ښار کې ټکسي چلوي او میاشتنی عاید یې له لسو زرو افغانیو نه اوړي.

هغه وايي، خپل د برښنا لګښت په خپل ټاکلي وخت ورکوي.

ده زیاته کړه:

"دا برښنا تجارتي ده چې که په وخت سره یې پیسې ورکړو، ښه کار دی، دا لکه پور دی، که یې ور نه کړو، ورځ تر بلې زیاتېږي، که زورواکي دي او که بېوزله، باید د برښنا پور ورکړي."

د برښنا شرکت ویاند وايي، دوی د پوروړو کسانو د برښنا د لینونو د پرې کولو د کمپاین له لارې غواړي چې دغه ستونزه لېرې کړي.

خو هغه خبرداری ورکوي چې که څوک دې مسئلې ته پام ونه کړي، نو له جدي چلند سره به مخ او نومونه به یې د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک شي.

راپور: محمد واصل وصال

This item is part of
XS
SM
MD
LG