د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

بریښنا شرکت: نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ پور ترلاسه شوې

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، په تیروڅه باندې لسو ورځو کې یې د برښنا د لګښت له پوروړو وزارتونو او نورو دولتي ارګانونو څخه شاوخوا درې سوه میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي دي.

دغه شرکت وايي، د را روانې اوونۍ په سرکې به د پولیسو او رسنیو سره یوځای، د هغو افراد او اشخاصو د کورونو مخې ته ورشي چې د برښنا د لګښت پورونه پرې پاتې دي.

دا شرکت وايي، له دې اقدام سره به هغه کسان افشا شي چې په وروستیوکلونو کې یې د برښنا د لګښت پیسې نه دي ورکړي.

د دې شرکت ویاند وحیداله توحیدي په دې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیوته وویل:

((دا لس ورځې وخت چې مو ورکړی و، مثبتې نتیجې مو ترې واخیستې او یوه اندازه ترلاسه شوې، خو د هغو افرادو په برخه کې چې پورونه نه ورکوي، موږ په خپله خبره ولاړ یو او د روانې اوونۍ په سر کې به د دوې د کورونو مخې ته، له پولیسو او رسنیو سره ورشو او و به وینو چې دا پوروړي ولې پورنه ورکوي او دا څوک دي؟))

د افغانستان د برښنا شرکت څه باندې دوه اوونۍ مخکې هغو وزارتونو، دولتي ادارو او افرادو ته چې د برښنا د لګښت له امله پوروړي وو، لس ورځې وخت ورکړي و.

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له تیرلمریزکال راهیسې تر اوسه یو شمېر وزارتونه او دولتي ادارې، اوه سوه اتیا میلیونه او افراد او اشخاص شاوخوا یو میلیارډ افغانۍ د برښنا د لګښت له امله پوروړي دي.

د برښنا شرکت مسوولینو ویلي چې پوروړو دولتي ادارو او افرادو ته یې بیا-بیا مکتوبونه استولي او تاکېد یې پرې کړی و چې د دې شرکت پورونه دې ورکړي، خو هغوې یې پر وړاندې بې پروایي ښودلې ده.

د دغه شرکت د معلوماتوله مخې، په پوروړو دولتي ادارو کې د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو، مخابراتو، اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم، د کار او ټولنیزو چارو او د سرحدنو او قبایلو وزارتونه او څه کم لس نورې مهمې دولتي ادارې شاملې دي.

سره له دې چې د برښنا شرکت د پوروړو افرادو نومونه افشا کړي نه دي خو ځینو رسنیو ویلي چې د برښنا د شرکت په پوروړو کې یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي هم شامل دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي، دوی حاضر دي چې د برښنا شرکت د غوښتنې سره سم، دوی ته د پورونو د ورسپارلو په برخه کې، قانوني اقدام وکړي. د لویې څارنوالۍ مرستیال نورجلال ازادي رادیوته وویل:

((هغه افراد او اشخاص چې سرغړونه کوي او د برښنا شرکت یې تثبیت کړي، موږ د قانون له حکم سره سم، د برښنا له شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.))

د برښنا شرکت وايي، هېواد ته اوس مهال برښنا له شمالي ګاوڼدیو هېوادونو څخه واردیږي او که لګښتونه یې اداء نه شي، د شرکت پر چارو به ناوړه اثر وشي.

کارپوهان وايي، له افغانستان سره په تیروڅه باندې دیارلسو کلونو کې، د میلیاردونو ډالرو مرسته وشوه، خو حکومت ونه توانید چې د برښنا د تولید په برخه کې یو بنیادي کار ترسره کړي.

د برښنا شرکت وايي، په هېواد کې دننه د برښنا تولیدول، وخت او ډیره بودجه غواړي، خوله دې سره-سره دوې هڅې کوي چې په هېواد کې د برښنا نوي بندونه جوړ او پخواني هغه یې ورغوي.

راپور: خان محمد سیند

This item is part of
XS
SM
MD
LG