د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د ایران ګواښ: امریکا به په لوېدیځه اسیا کې له شته امنیته خلاصه شي


ارشیف، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان محمد علي جعفري تهران کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال. ۳۱ اکټوبر ۲۰۱۷
ارشیف، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان محمد علي جعفري تهران کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال. ۳۱ اکټوبر ۲۰۱۷

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان محمد علي جعفري ګواښ کړی چې که متحده ایالات سپاه پاسداران د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني امریکا به په لوېدیځه اسیا کې له شته امنیته خلاصه شي.

د ایران فارس خبري اژانس د جعفري په حواله وضاحت ورکړی چې په‌دې کار سره به د امریکا پوځیان هغه ارامي چې دوی یې ان په لوېدیځه اسیا کې لري نور ونه‌ویني.

د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان دا له ګواښ ډک بیان وروسته له هغه ورکړی چې امریکايي رسنیو ویلي امریکا به ژر د ایران سپاه پاسداران ډله د بهرنیو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامله کړي.

دا به لومړی وار وي چې امریکا د یوه هېواد پوځي ارګان د ترورېستي سازمانونو په لېست کې شاملوي.

امریکا ښايي نن د ایران سپاه پاسداران د تروریستانو په لېست کې شامله کړي.

وال سټریټ ژورنال او روېټرز خبري اژانس د امریکايي مقاماتو په حواله ویلي چې واشنګټن ښايي د اپرېل په اتمه چې همدا دوشنبه کېږي سپاه پاسداران د بهرنیو ترورېستانو په لېست کې شامل کړي.

د امریکا متحده ایالات وايي چې د ایران سپاه پاسداران ډله په سیمه کې نا امنیو ته لمن وهي او اکثره ترهګرې ډلې تمویلوي.

امریکا له ایران سره له اټمي تړونه په وتلو په‌دغه هېواد سخت بندیزونه ولګول.

امریکا او ځینو نورو اټمي قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ایران سره اټمي تړون کړی و.

د سپاه پاسداران لپاره د امریکا د تازه پلان په اړه نه‌یوازې د ایران سپاه، بلکې د دغه هېواد پارلمان هم ګواښ کړی دی.

د ایران د پارلمان له ۲۹۰ غړو ۲۵۵یې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې که واشنګټن سپاه پاسداران ځواکونه د ترورېستي سازمانو په لېست کې شامل کړي ایران به ورته ځواب ورکړي.

اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم پرون په یوه ټویټ کې لیکلي:

"امریکا په‌دې کار سره دغه هېواد د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په خاطر کندې ته اچوي."

ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د جرمني د مونیخ په ۵۵مه غونډه کې د وینا پر مهال. ۱۷ فبروری ۲۰۱۹
ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د جرمني د مونیخ په ۵۵مه غونډه کې د وینا پر مهال. ۱۷ فبروری ۲۰۱۹

ظریف چې په خپل ټویټ کې یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ټګ (په نښه) کړی زیاته کړې:

"د ترورېستانو په لېست کې د سپاه د ورګډولو لېواله خلک په سیمه کې د امریکايي ځواکونو لپاره د دغه کار په پایلو ښه پوهېږي. ټرمپ باید پوه شي او په یوه بل لوی مصیبت کې د امریکا د وراچولو مانع وګرځي."

د امریکا له‌خوا د بهرنیو سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د ورګډولو راپورونه وروسته له هغه خپاره شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته یو اوږد سفر درلود او د ده په خبره د ایران د ناسمو کارونو د مخنیوي لپاره‌یې د ملاتړ د جلب هڅه کوله.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG