د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: هند پر پاکستان د بل برید پلان جوړوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کوي چې هندوستان پر پاکستان د یوه بل برید پلان جوړوي او پر نړېوالې ټولنې یې غږ کړی چې د هندوستان د دغو ډول سرغړوونکو ګامونو یاداښت واخلي.

نوموړی همداشان وايي، موږ کره استخباراتي معلومات لرو چې هند د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۰مې نېټې یو وار بیا پر پاکستان د برید پلان لري او ټینګار یې وکړ چې که چېرې هندوستان پر پاکستان برید وکړي، نو دا به د سیمې د ثبات او امنیت لپاره ناوړه پایلې ولري.

د هندوستان او پاکستان بیرغونه
د هندوستان او پاکستان بیرغونه

قریشي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په ملتان کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

قریشي وویل، هندوستان په هندي کشمیر کې د پلوامې برید په اړه د یوې بلې لوبې پلان جوړوي چې په نتیجه کې به یې پر پاکستان سفارتي فشار او د پوځي اقدام بهانه ولټوي.

ده وویل:

"له موږ سره دا مهال کره استخباراتي معلومات دي چې هند یوه نوې منصوره جوړوي او پر پاکستان د یوه بل برید امکان دی او زموږ د معلوماتو له مخې، دا برید د روانې اپرېل میاشتې له ۱۶مې تر ۲۰مې نېټې پورې امکان لري، که چېرې خدای ناخواسته داسې کېږي، نو تاسو د دې اندازه لګولای شئ چې دا به د دې سیمې پر امنیت او ثبات څه ډول اغېز وي؟"

ښاغلي قریشي زیاته کړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو کره معلوماتو پر بنیاد د امنیت شورا غړي دغه وزارت ته وربللي وو او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

دی وایي:

"موږ غواړو چې نړېواله ټولنه د دې غیر مسؤلانه چلند یاداښت واخلي او پر هغوی دې زور راوړي چې پر دې لار لاړ نه شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې پر پاکستان د هندوستان د غلچکي برید خبرداری ورکوي چې هندوستان په تېرې فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې دننه د وسله والو ترهګرو پر یوه مرکز د هوايي برید او ګڼ شمېر ترهګرو د وژلو ادعا وکړه، خو پاکستان دا ادعا رد او بې بنیاده بللې.

هندوستان تر دغې ادعا وروسته د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د هوايي برید په نیت الوتکې راولېږلې چې د پاکستان هوايي ځواک وویشتې او یو هندی پیلوټ ابهي نند یې ژوندی ونیو، خو بیا وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان د ښه نیت او له هندوستان سره د کړکېچ د هواري په پار بېرته خوشې کړ.

هندی پیلوټ ابهي نند
هندی پیلوټ ابهي نند

د هندوستان او پاکستان ترمنځ دا کړکېچ تر هغې وروسته رامنځته شو چې د فبرورۍ په میاشت کې د هندي کشمیر په پلوامه سیمه کې د هندي ځواکونو پر یوه کاروان موټر بم ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې تر ۵۰ زیات هندي سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د دغه خونړي برید مسؤلیت پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جېش محمد ومانه، چې بیا وروسته هند تور ولګاوه چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی و او له پاکستانه یې وغوښتل چې د دغې ډلې په خلاف دې جدي ګامونه پورته کړي.

که څه هم د پاکستان صدراعظم عمران خان د پلوامې د حملې په اړه د هندوستان تورونه رد کړل، خو د دې ترڅنګ یې ترې وغوښتل چې په برید کې دې د پاکستان د ښکېلتیا په اړه ورته معلومات او اسناد ورکړل شي چې بیا وروسته هندوستان پاکستان ته د دغه برید په اړه شواهد ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د دغو اسنادو په تحقیقاتو کې یې په پلوامه برید کې د پاکستان د خاورې د کارېدنې شواهد نه دي موندلي او په دې اړه یې په پاکستان کې د ځینو هېوادونو سفیرانو ته هم معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د رامنځته شوي وروستي کړکېچ له امله د دواړو هېوادونو سرتېري پر کنټرول لاین پوله پر یو بل ډزې کوي چې په نتیجه کې یې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو پوځیانو او پر پوله مېشتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG