د افغان ځواکونو د يونیفورم د غېر مؤثریت په اړه د امریکا د پوځ د يوه تازه راپور تر خپرېدو وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، هغه پلنګي يونیفورم چې د امریکا د دفاع وزارت لهخوا افغان ځواکونو ته ورکول کېږي، په ځینو ځایونو کې مؤثریت نهلري.
د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پخوا په شان اوس هم افغان ځواکونو ته په نورمال ډول يونیفورم ورکول، خو له دوی سره د رنګ او کیفیت په اړه یې څه نهدي شریک شوي.
ښاغلی منګل وايي، افغان ځواکونه په بېلابېلو سیمو لکه ځنګلونو، غرونو او دښتو کې له يوه شان پلنګي يونیفورم نه ګټه اخلي.
دی زیاتوي:
"دا سمه ده چې د افغانستان زیاتره خاوره غرونو پوښلې او د غرونو لپاره باید د غرونو په رنګ يونیفورم وي، کوم شین پلنګي يونیفورم چې موږ اغوندو هغه د ځنګلونو لپاره دی، د دښتو لپاره باید خپل ځانګړی یونیفورم وي، خو اوس موږ په دواړو عرایضو کې له همدغه مروج يونیفورم نه استفاده کوو."
ښاغلی منګل وايي، د افغان ځواکونو د يونیفورم په پخواني قرارداد کې د ځينو ستونزو د يونیفورمونو کیفیت ټيټ او د ژمي لپاره مناسب نه وو چې دغه ستونزه اوس هواره شوې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د «يو. اېس. اې» ټوډې په نوم ورځپاڼې د امریکا د پوځ د يوه تازه راپور پر بنسټ لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ملي ځواکونو ته تر ټولو ګران بیه او غېر مؤثره پلنګي يونیفورمونه ورکړي دي.
د دغې ورځپاڼې په خبره د نوي راپور موندنې چې دوی هم ترلاسه کړي او د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته وړاندې شوې ښيې چې د افغان پوځ یونیفورم له اووه ګران بیه ازمویل شویو یونیفورمونو څخه دي او له ټولو زیات د لیدنې او تشخیص وړ دي چې افغان سرتیري د دغه کار تر ټولو لوی تاوان پرې کوي.
د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پوځ دا رپوټ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پرسر د څار ادارې د ۲۰۱۷ میلادي کال د رپوټ موندنې تأییدوي.
له دې وړاندې سیګار ویلي و، که څه هم پنټاګون د افغان ځواکونو په ځنګلي رنګ پلنګي يونیفورم څه باندې ۲۸ میلیونه ډالر لګولي، خو دغه يونیفورم يوازې د افغانستان له دوه سلنې خاورې سره مناسبه ده.
په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه باري عارض وایي، د افغان ځواکونو د يونیفورم، ناسم انتخاب په قراردادونو کې د فساد له امله ده.
"په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې قراردادي مسایل، هغه که د لباسونو دي، که د تیلو يا اعاشې دي، پهدې کې پراخ فسادونه شوي، دغه موضوع چې «يو. اېس. اې» ټوډې ورته اشاره کړې، دا يوه برخه د هغو فسادونو او ناغیړیو څخه ده."
د ښاغلي عارض په خبره، که څه هم د يونیفورم رنګ او بڼه د افغان ځواکونو د تلفاتو په زیاتوالي کې دومره مهم رول نهلري، خو پاملرنه ورته ضروري ده.
د ده په خبره، بهتره دا وه چې په هم هغه لومړیو کې دې موضوع پاملرنه شوې وای، ځکه اوسمهال له اقتصادي پلوه دا دومره اسانه نهده چې دغه لباس دې په يو دمي ډول بدل شي.
راپور: محمد واصل وصال