د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، د درې ګونو امنیتي ځواکونو هغه منسوبین چې د دندو پرمهال ټپیان شوي او نور په خپلو اړوندو ارګانونو کې د دندو د دوام توان نهلري، د دوی فزیکي وړتیا او غوښتنو ته په پام سره، په ملکي ارګانونو کې ورته د ملکي مامورینو په څېر، د کار کولو اسانتیاوې برابروي.
د دغه کمېسیون رئیس نادر نادري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳»د یاد کمېسیون د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال د حکومت له ټولو ملکي ارګانونو هیله وکړه چې د کمېسیون د مقرراتو سره سم دې، د امنیتي او دفاعي ارګانونو ټپي شویو منسوبینو ته په خپلو ارګانونو کې د ملکي کارکوونکو په څېر، د دندو اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي نادري زیاته کړه:
"څه چې موږ د کمېسیون د صلاحیت په حدودوکې ترسره کړي، د وسلهوالوځواکونو د اتلانو قربانیو ته په درناوي، کمېسیون هغه پوځیان چې د دندوپر مهال یې د ټپي کېدو له امله نظامي دنده پرې ایښې او په ملکي ادارو کې د کارکولو داوطلب وي او اړوند تحصیلي سند ولري، کیدای شي په ملکي خدمتونو کې جذب شي."
دا پهداسې حال کې ده چې په افغانستان کې هر کال د درې ګونو امنیتي ځواکونو ډېری منسوبین له وسلهوالو مخالفینو سره په جګړو کې ټپیانېږي او په وسلهوالو ځواکونو کې د کار کولو توان بایلي.
دغه ټپیان شوي سره له دې چې په ملکي ارګانونو کې د کارکولو توان لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله هڅه کوي چې په بیړه د تقاعد او یا د معلولیت اسناد بشپړ او پر حقوقو یې خپلې ستونزې کمې کړي.
د افغان اتلانو بنسټ په نامه مدني ټولنه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون دغه هڅه ستايي، خو ټینګار هم کوي چې د ملکي ارګانونو مسؤلین دغه تصمیم عملي کړي.
د دغه بنسټ یوې مسؤلې حمیدې ځلا ازادي راډیو ته وویل:
"موږ داسې ځوانان لرو، وروسته له دې چې د بدن کوم غړی هم له لاسه ور کړي بیا هم توان او استعداد لري چې په نورو برخو کې کار وکړي او د محرومیت له احساس پرته ځان د ټولنې غړی وشمېري، خو اکثره دا خبرې کېږي عمل پرې نهکېږي."
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د امنیتي ځواکونو بدني زیانمنو شویو منسوبینو ته په ملکي برخه کې د کار د زمینو د برابرولو خبره پهداسې حال کې کوي چې ډېری کسان په دولتي ادارو کې د کاري زمینو د نه مساعدېدو په اړه شکایتونه لري او وايي چې ډېر ځله په مقرریو کې اړتیا او وړتیا نه، بلکې اړیکې په پام کې نیول کېږي.
راپور: خان محمد سیند