د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۶

«ای پي.اېل»: رایل چلېنجر بنګلور او راجسټان رایلز لوبډلې لوبه کوي

ارشیف، د «ای پي.اېل» لوبې
ارشیف، د «ای پي.اېل» لوبې

د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ «ای پي.اېل» سیالیو په لړ کې به نن رایل چلېنجر بنګلور او راجسټان رایلز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

دواړو لوبډلې په روانو سیالیو کې تر دې دمه هېڅ بریا نه‌ده خپله کړې.

د دغه سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا پنجاب لوبډلې لوبډلې ته په یوه په زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړه.

د سیالۍ ټاس ډیلي لوبډلې وګاټه او توپ اچونه يې غوره کړه.

پنجاب په ټاکلو شلو اوورنو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې، خو ډیلي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای او په شلم اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د «ای پي.اېل» د دې کال په سیالیو کې تر دې دمه چنايي سوپرکینګ لوبډله د درېیو بریاوو سره د جدول په سر کې ځای لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG