د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د سولې د هڅو د همغږۍ او توحید لپاره د یوې واحدې رهبرۍ د ایجاد په اړه مشورې روانې دي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې په اړه له تیتو او پراګنده حرکتونو طالبانو ناوړه استفاده کړې.
عبدالله عبدالله چې د یکشبنې په ورځ یې په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، ویې ویل چې بحثونه روان دي چې د دغو هڅو د توحید لپاره واحده رهبري رامنځته شي.
ده زیاته کړه:
"په دې ورځو شپو کې بحثونه پر دې دي چې ټولې هڅې چې د سولې لپاره کېږي، سره توحید شي او د همغږۍ لپاره یې یوه واحده رهبري ایجاد شي، څو د سولې په اړه د افغانستان د خلکو واحد غږ په راتلونکې کې ښه تمثیل شي، د افغانستان اکثریت خلک د دې غوښتونکي دي چې خپله راتلونکې د انتخاباتو له لارې وټاکي."
اجرائیه رئیس وايي، اکثریت افغانان د سولې غوښتونکي دي او دوی نه غواړي چې بېرته هغو تیاره ورځو ته چې د انسانانو حقونه په کې تر پښو لاندې کېدل، ور وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان ولسمشر له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، دوهم مرستیال سرور دانش، پخواني جهادي مشر عبد رب رسول سیاف او د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره کتلي او د سولې د پروسې په اړه یې له دوی سره مشورې کړي دي.
ولسمشر په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې په دې برخه کې به له نورو سیاسیونو سره هم مشورې وکړي.
د سولې له عالي شورا سره په خوا کې افغان حکومت د تېر لمریز کال د قوس په میاشت کې له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کوونکي ۱۱ کسیز پلاوي لېست اعلان کړ.
په دغه لېست کې یو کس د عالمانو شورا، یو کس د ملي شورا او پاتې نهه تنه نور حکومتي چارواکي دي.
خو شااوخوا یوه میاشت وړاندې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل چې په دغه پلاوي کې د تغییراتو په اړه سلا مشورې پيل شوې دي.
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د مذاکرو تر څنګ د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو له طالب استازو سره وکتل او د سولې د پروسې په اړه یې خپل نظرونه سره شریک کړل.
د راپورنو له مخې، ټاکل شوې چې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ دوهمه ناسته د اپرېل په ۱۳مه په قطر کې جوړه شي، تمه ده چې په دې بین الافغاني ناسته کې د حکومت استازي هم برخه واخلي.
د چارو افغان پوهان له دې ډلې سید خالد سادات وايي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوې واحدې رهبرۍ رامنځته کول ډېر مهم دي.
ده وویل:
"که بین الافغاني مذاکرات کېږي، لومړی قدم باید دا وي چې د افغانستان له داخله د سولې واحد تعریف راپیدا شي، دغه تعریف په حکومت، سیاستوالو او عامو کې یو مشترک ټکی ولري او یوه واحده رهبري رامنځته کول ډېره مهمه ده."
ښاغلی سادات زیاتوي، دغو هڅو ته په کتو داسې معلومېږي چې لا هم د حکومت او افغان سیاستوالو ترمنځ د سولې په اړه یوه اجماع نه ده موجوده.
د یادونې ده چې د سولې د پروسې لپاره د یو هر اړخیز ټیم رامنځته کول هغه څه دي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرې ټینګار کړی دی.
راپور: رحمت الله افغان