د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۶

دفاع وزارت: د بدخشان په ارغنج‌خوا کې جګړه تېزه، خو پرمختګ په‌کې شوی

ازشیف،د افغان ځواکونو نو یو انځور
ازشیف،د افغان ځواکونو نو یو انځور

د افغانستان دفاع وزارت د بدخشان په ارغنج خوا ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د پرمختګونو خبره کوي او وايي چې جګړه تېزه ده خو پرمختګ په کې شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت په ارغنج خوا ولسوالۍ کې لا هم شدیده جګړه روانه ده.

د دغه وزارت ویاند قیس منګل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو مخته تګ کړی او ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته له وسله والو طالبانو ونیول شي.

ده وویل:

"د بدخشان د ارغنج خوا ولسوالۍ په اړه تاسې ته دومره معلومات درکولی شم چې جګړه د تېرې ورځې په شان اوس هم روانه ده، د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې مخته تګ شوی، د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي او دېر ژر به دغه سیمې له وسله والو مخالفینو پاکې شي."

خو د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي ازادي راډیو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان ځواکونو ځمکنیو عملیاتو تر اوسه کومه خاصه نتیجه نه ده ورکړې.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي
د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي

ښاغلي ناجي ویلي چې اوس افغان ځانګړي ځواکونه بهارک ولسوالۍ ته رسېدلي او هوايي عملیاتو ته تیاری روان دی.

ښاغلي ناجي تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې پر ارغنج خوا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د حملې په ترڅ کې ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۷ ټپيان او ۵ اسیر نیول شوي دي.

نوموړي د تلفاتو په اړه تازه څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره ارقام شریک کړي دي.

د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ پر نوموړې ولسوالۍ برید وکړ، خو د ولایتي شورا یو شمېر غړو بیا د شنبې د ورځې په سهار تأیید کړه چې هغه ولسوالي د وسله والو طالبانو له خوا سقوط شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي په دې اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ د ولسوالیو او سیمو د سقوط یو عمده لامل د کورنیو چارو وزارت له خوا د یادو سیمو د امنیتي چارواکو ادلون بدلون ګني.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي
د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي

دا زیاتوي:

"د ولسوالیو او مناطقو د سقوط عمده لامل دا دی چې د کورنیو چارو وزارت په دې ورستیو کې د روټیشن په نوم پروګرام له لارې با تجربه او محل کې بلد افسران نورو ولایتونو لکه تخار، سمنګان، کندز او بغلان ته تبدیل کړل."

اغلې کوفي ټینګار کوي چې دغه پروګرام باید ودرول شي، که نه نو په خبره یې چې د هېواد نورې سیمې او ولسوالۍ به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو د بیا بیا اړیکو با وجود بریالي نه شو.

د بدخشان ولایت اوسېدونکي هم د ارغنج خوا سقوط اندېښمن کړي او ویلي یې دي چې که له لاسه وتلې سیمې بېرته ونه نیول شي، پر فیض اباد به هم طالبانو ته د پراخو حملو زمینه برابره شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG