د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۹

د پسرلي په راتلو سره د هېواد په څو ولایتونو کې د جګړې فصل هم پیل شوی

آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې
آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې د دولت ضد وسله والو خپلې حملې زیاتې کړي.

بدخشان، کندز، هلمند، کونړ، پکتیکا، بادغیس، فراه او فاریاب هغه ولایتونه دي چې اوسمهال په کې جګړه روانه ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو مخالفینو د حملو د په شا تنبولو تر څنګ د وسله والو مخالفینو پر وړاندې تهاجمي بریدونه هم ترسره کوي.

دی وایي:

"دوی ( طالبانو) په یو شمېر ولایتونو کې خپلې حملې شدیدې کړي چې په مقابل کې امنیتي ځواکونو هم دفاع کړې او هم تهاجمي حملې ترسره کوي."

د بدخشان ولایت ارغنج خواه ولسوالۍ او د غزني ښار د جمعې په ورځ د وسله والو مخالفینو د حملو شاهدان وو.

د بدخشان د ولایتي شورا مسؤلینو د شنبې د ورځې په سهار د وسله والو مخالفینو له لوري د دغه ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي وایي، پر دغې ولسوالۍ د وسله والې حملې په ترڅ کې ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۷ ټپي او ۵ کسان اسیر نیول شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي
د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي

دی زیاتوي:

"ارغنج خواه ولسوالۍ سقوط شوې، ۱۲ کسان وژل شوي او څو نور کسان ټپي لرو، همداراز ۵ کسان اسیر نیول شوي، هغه مرستندویه ځواکونه چې پرون ورسېدلي، هغوی هم څه ونشو کړای او بېرته راستانه شول، د هوا خرابی هم د دې لامل شو چې الوتکې سیمې ته ولاړې نشي او اوس ولسوالي په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو له کنټروله وتلې ده."

له دې سره د بدخشان اوسېدونکي وایي چې د دغې ولسوالۍ سقوط طالبانو ته پر فیض اباد د پراخو حملو زمینه برابروي.

ده وویل:

"حمید یم د فیض اباد اوسېدونکی، طالبانو پر ارغنج خواه ولسوالۍ حمله وکړه او دا ولسوالۍ له فیض اباد ښاره ۱۵ کیلو متره لېرې ده چې د فیض اباد لپاره یې جدي ګواښ پېښ کړی او که عملیات ونشي، طالبان به پر ښار پراخې حملې وکړي."

خو د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل د بدخشان ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ سقوط ردوي او وایي چې په دغې ولسوالۍ کې لا هم تېزه جګړه روانه ده، د هغه په خبره، سیمې ته ځانګړي امنیتي ځواکونه هم رسېدلي دي.

له دې سره د غزني امنیه قوماندان جنرال داوود تره خېل وايي، چې طالبانو د جمعې په شپه د غزني ښار درېیمې حوزې اړوند پر څو امنیتي پوستو حملې کړي چې د درېیمې امنیتي حوزې د امر په ګډون، ۹ پولیس په کې وژل شوي او ۶ نور ټپي دي.

​نوموړي زیاته کړه چې اوس په سیمه کې وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل:

"محمد جعفر یم د غزني اوسېدونکی، په دغه ولایت کې امنیت نشته، د حکومت رهبرانو ته مو چې رأیه ورکړې، ورنه د امنیت غوښتونکي یوو."

افغان حکومت هم د (خالد) په نوم پسرلني عملیات پیل کړي دي.

هر کال د پسرلي په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړه پیلېږي، که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرې هم روانې دي، خو وبه لیدل شي چې ایا دغه بهیر به تر یوه بریده د جګړې وضعیت بدل کړي او که نه؟

راپور: فېروزه عزیزي

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG