پاکستاني چارواکي وايي، اسلام اباد په پام کې لري چې د ترورېستي ډلو پرضد ځپونکي اقدامات زیات کړي.
د مالي سرچینو پرضد د اقداماتو د ضربتي ډلې FATF له خبرداري وروسته، پاکستاني چارواکو نن جمعه وویل چې د ترورېستي ډلو د ځپلو په برخه کې یې اقدامات زیات کړي دي.
FATF چې د غیر قانوني پیسو د سپینولو پر هڅو څار کوي، تېرکال پاکستان په خپل خړ لېست کې شامل کړ او خبرداری یې ورکړ چې د ترورېستي ډلو پر تمویل څار باید زیات کړي.
د پاکستان د حکومت دفتر په یوه بیان کې وايي چې صدراعظم عمران خان تېره پنجشنبه د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره په کتنه کې امنیتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ترورېستي ډلو پر مالي سرچینو کنټرول زیات کړي.
د اسیا پاسیفیک ګروپ APG چې د دې ټولنې سیمه ییزه څانګه ده، تېره پنجشنبه د ترورېستي ډلو د مالي سرچینو د مخنیوي په برخه کې د اسلام اباد د اقداماتو له څېړنې وروسته وویل چې په دې برخه کې د پاکستان د حکومت هڅې نیمګړې دي.
د دې ټولنې یوه مقام چې په غونډه کې حاضر و، ویلي دي چې ټولنه د اسلام اباد له اقداماتو څخه قطعاً راضي نه وه.
چارواکو ویلي دي چې اسیا پاسیفیک د پاکستان له دیني مدرسو او ترورېستي ډلو سره د خلیج د شتمنو هېوادونو میلیاردونو ډالرو بسپنې ته اشاره کوي او پاکستان ته یې ویلي چې که غواړي چې نوم یې په تور لېست کې را نه شي، نو جهادي ډلو ته د دې بسپنو د سیل مخه دې ونیسي.
تمه ده چې APG د روان کال په وروستیو کې د پاکستان اقدامات بیا وارزوي.
د پاکستان اقتصاد په تېرو څو کلونو کې په دې هېواد کې د دېره ترورېستي ډلو د فعالیتونو او د نورو عواملو له کبله له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
کارپوهان په دې باور دي چې ښايي نور محدودیتونه د پاکستان اقتصاد لا زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون پنجشنبه په یوه پرېکړه لیک کې د دې سازمان پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د ترورېستي ډلو د تمویل سرچینې وچې کړي.