د راپورونو پر اساس لږ تر لږه ۳۴ کسان د ایران په شااوخوا ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو د بهېدو په پېښو کې وژل شوي او تر ۱۲۵ زیات نور کسان ټپيان دي.
وژل شوي او ټپیان اکثر د شېراز اوسېدونکي دي چې سېلابونو تر بلې هرې سیمې زیات تاوان وراړولی دی.
تر پرون شپې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ تنه ښودل شوی وو او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ټپيان وو، خو د مرستندویانو او سېلابځپلو د یوې بېړۍ د اوښتو پېښې په ګلستان کې دوه نور کسان هم ووژل او ۲۵ نور يې ټپیان کړل چې ورسره د مرګژوبلې رقم پورته لاړ.
ویل کېږي چې د ځینو کسانو مړی او ژوندی ورک دی او ښايي مرګژوبله زیاته شي.
ورښتونه، تُند بادونه او ورپسې سېلابونه له نوي کاله مخکې پيل شوي وو او تر اوسهیې په نږدې ۲۰ ولایتونو کې لسګونه ښارونه او سلګونه کلیوالي سیمې تر اوبو لاندې کړې دي.
د راپورونو پر اساس سېلابونه زیات په شېراز، ګلستان، مازندران او شمالي خراسان کې بهېدلي او ګڼې لویې لارې یې بندې کړې دي.
په تهران او قُم ښارونو کې بیا تُند بادونه او سخت ورښتونه شوي.
په زیاتو سیمو کې خلک د څښاک اوبه نهلري او لومړنیو مرستو ته شدیده اړتیا لري.
د ایران حکومت له سېلابځپلو سره د عاجلو مرستو د رسولو په خاطر له ټولو مرستندویه ټولنو او پوځیانو همکاري غوښتې او ویلي یې دي چې باید د سېلابځپلو مرستې ته ودانګي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې جمهور رئیس حسن روحاني به نن په خپله ګلستان او مازندران ته سفر کوي، څو له سېلابځپلو سره د مرستې بهیر له نږدې وګوري.
هغه پرون سې شنبه وویل چې د سېلابونو له کبله د راټولو شویو اوبو تخلیه او سېلابځپلو ته رسېدنه د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه له پوځ او سپاه پاسدارانه غواړم چې د اوبو د تخلیې او انجنیرۍ په برخه کې کار وکړي. پوځ او سپاه پاسداران په دواړو برخو؛ انجنیرۍ او د اوبو د تشولو په برخو کې ښه وړتیا او امکانات لري. البته نورې ادارې هم باید خپل امکانات په دې برخه کې وکاروي."
د ایران په نږدې ۲۰ ولایتونو کې ورښتونه او تُند باد داسې وخت دوام لري چې د دغه هېواد ګڼې سیمې د څو کلونو وچکالیو سختې ځپلې وې.
دا چې دغه طبیعي ناورین به څومره ابادې سیمې او ښېراز فصلونه لاندې کړي وي؟ او تر پېښې وروسته به ایا له اقتصادي بندیزونو سره مخ ایرانی حکومت د دې چارې په کنټرول برلاسی وي؟ هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو به ځواب شي.
راپور: صفيالله ستانکزی