د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د تهران ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره یو شمېر افغان کډوال ستایلي


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

د تهران ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د نوروز په مناسبت یو شمېر افغان کډوال ستایلي دي.

په تهران کې دېره افغان کډوال چې له رټلو او تبعیض سره عادت شوي، تل په ناوړو کارونو ګرم بلل کېږي او هېڅ کله نه دي ستایل شوي، خو د لومړي ځل لپاره د تهران ښاروال پيروز حناچي هڅه کړې چې په دې ذهنیت کې بدلون راولي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، حناچي لومړنی جګپوړی ایرانی چارواکی دی چې د وري په لومړۍ نېټه یې د نوروز په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې د افغان کډوالو مثبت رول وستایه.

د تهران ښاروال پیرو حناچي
د تهران ښاروال پیرو حناچي

په دې غونډه کې د افغان کډوالو درناوی په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې د ایراني چارواکو لانجمنو څرګندونو په ایران کې د دېره شااوخوا یو میلیون افغانانو سخته غوصه پارولې ده.

همداراز په دې وروستیو کې په یوه ټلویزیوني سریال کې د افغان کډوالو د ناوړه څېرې ښودل افغانان سخت خپه کړي دي.

خو د تهران ښاروال د نوروز په مناسبت غونډې ته وویل:

"موږ پر دې ویاړو چې د افغانانو کوربانه یوو."

نیمه دولتی خبري اژانس فارس نیوز د پیروز حناچي له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي، تهران د خپلې ښکلا د زیاتې برخې په خاطر د افغانانو پوروړی دی، ځکه دوی په ایران کې د رغونې د چارو د کارګرانو او یا د ښار د تنظیف په برخو کې کار کوي.

حناچي ژمنه وکړه چې د نوروز په مناسبت به د ښاروالۍ د تنظیف هر افغان کارګر ته ۳ میلیونه ریال چې د اویا ډالرو معادل کېږي، ورکړي.

ایرنا د تهران ښاروالۍ د کلتوري مرستیال رضا جوادي یګانه له قوله لیکي چې نوموړی وايي، له سیاسي محدودیتونو سره سره د ایران او افغانستان د ولسونو ترمنځ کلتوري سرحدونه نشته، ځکه دوی ګډ دودونه لري.

یګانه په دې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، افغانان بااستعداده او ذهین خلک دي.

هغه له دولتي رسنیو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو د بریاوو په اړه د ایران خلکو ته معلومات ورکړي.

همداراز ایراني ممثل اشکان خطیبي چې په مراسمو کې حاضر و، د هغو وروستیو څرګندونو په اړه خبرې وکړې چې په ایران کې دېره افغان کډوال یې په غوصه کړي دي.

هغه وویل:

"موږ ټول انسانان یوو او هېڅ یو هم تر بل یوه لوړ نه یوو."

څو اوونۍ مخکې د ممنوع په نوم په ایراني ټلویزیوني سریال کې د یوه افغان کډوال کرکټر پر ټولنیزو شبکو غبرګونونه وپارول.

یو شمېر کسانو په خپلو پیغامونو کې ولیکل چې دا کرکټر افغان کډوال بېوزله، بې تعلیمه او دوهمه درجه انسانان معرفي کوي او په ایراني ټولنه کې د افغانانو په اړه کلیشه یي قضاوتونه ښيي.

ممنوع یوازنی ایرانی سریال نه دی چې افغان کډوالو ته سپکاوی پکې شوی، په ۲۰۱۶ کال کې د طغیان په نوم د ټلویزیوني سریال په اړه هم منتقدانو وویل چې د افغان کډوالو پر وړاندې کرکه خپروي.

د بشري حقونو د څار ټولنې په ایران کې له دېره افغان کډوالو سره د ناوړه چلند اسناد ثبت کړي دي.

په دې مواردو کې فزیکي ناوړه چلند، په ناوړه ځایونو او شرایطو کې د کډوالو ساتل، له هغو خلکو چې له ایرانه ایستل کېږي، د ټرانسپورټ او په کمپونو کې د استوګنې په بدل کې د پیسو اخیستل، جبري کار ته د هغو اړ ایستل، د کورنیو جلا کول او نورې سرغړونې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG