د ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړۍ ورځ په کابل کې درېیو چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
پهداسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف په بلخ ولایت کې د نوروز په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ۱۳۹۸ لمریز کال د سولې کال ياد کړ، په کابل کې درېیو چاودنو شپږ تنه ووژل او له شلو زیات یې ټپيان کړل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، چې دغې چاودنې د کابل ښار علياباد سیمه کې سخي زیارت څخه لېرې شوي دي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د افغانستان د خلکو دښمنانو درې حلقې ماینونه د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علياباد په پس کوڅو کې ځای پرځای کړي وو چې په ترڅ کې یې زموږ شپږ تنه هېواد وال چې يوه پهکې مېرمن ده شهیدان شوي دي او ۲۳ تنه نور چې ټول ملکیان دي ټپيان شوي دي."
ښاغلي رحیمي دا شان وویل چې امنیتي ځواکونو په کابل، بلخ او هرات کې شل حلقې ماینونه هم کشف او خنثا کړي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې تېرکال هم په همدغه ورځ په کابل کې سخي زیارت ته څېرمه په ځانمرګي برید کې له ۲۹ تنو زیات وژل شوي و او ۵۲ نور ټپيان وو.
پهداسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د علياباد په جمال مېنه کې مرګ ژوبلې د هاوان یا راکټ د ویشتل شوېو ګولیو په نتیجه کې شوي دي.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چې دغې چاودنې پهداسې ځای کې مخکې له مخې د اېښودل شویو ماینونو له امله شوي دي چې هلته کوم امنیتي کمربند نهوو.
په ورته وخت کې دوو تنو کابل ښاریانو محمد یحی او سجاد د دغو چاودنو په اړه د خپل سترګو لیدلی حال له ازادي راډیو سره داسې شریک کړل:
"نن د نوي کال ورځ ده، موږ کارته سخي ته راغلو چې دلته د درې فایره هانونو اوازونه واورېدل شول، موږ ته امنیتي ځواکونو وویل چې تاسو پورته لاړ شئ چې کومه بله پېښه ونهشي نو موږ پورته راغلو.
-دا چې راکټ و او که کوم بل څه پوه نهشوم، د موټر پرخچې راباندې وشیندل شوې، موږ وتښتېدو، مور هلته پټه شوه، په دیوال موږ يو راکټ ولګېد، زه او ورور مې د پلار سره په منډه روغتون ته راغلو."
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ټول افغانستان کې يې د نوروز لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
خو په کابل کې د امریکا سفارت دوه ورځې وړاندې د نوروز په ورځو کې د احتمالي حملو خبرداری ورکړی و.
راپور: محمد واصل وصال
د کابل د جمال مېنې د سخي زیارت په سیمه کې د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې په غاړه واخېست.
پهدې حملو کې چې د څرنګوالي په اړه یې ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي، لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.
د کابل د عاجلو خدماتو رئیس محمد عاصم وايي چې په ټپیانو کې ۲ ماشومان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي چې په جمال مېنه کې د سخي زیارت ته څېرمه درې چاودنې شوي خو دفاع وزارت وايي چې پر سیمه ۳ توغندي لګېدلي دي.