د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱
د کابل په پېښه کې ټپي ماشوم
د کابل په پېښه کې ټپي ماشوم

روغتیا وزارت: په کابل کې چاودنو ۶ تنه وژلي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په کارته سخي سیمه کې چاودنې شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په کارته سخي سیمه کې چاودنې شوي.

د دې وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار په ۹ او ۳۰ دقیقو د کابل د پولیسو د درېیمې حوزې په علي اباد سیمه کې درې ځای پرځای شوي ماینونه چاودلي.

نوموړي وویل چې تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیق ارقام نه‌لري.

بل‌خوا عیني شاهدان وايي چې په‌دې پېښه کې دوه تنه وژل چې یوه ښځه او ماشوم دی او ۱۵ تنه ټپیان علي اباد روغتونو ته وړل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

۱۰:۴۵ ۱.۱.۱۳۹۸

بل‌خوا عیني شاهدان وايي چې په‌دې پېښه کې دوه تنه وژل چې یوه ښځه او ماشوم دی او ۱۵ تنه ټپیان علي اباد روغتونو ته وړل شوي دي.

۱۱:۲۴ ۱.۱.۱۳۹۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سهار په کابل کې د څو چاودونو په پایله کې د ۶ تنو د وژل کېدو او ۲۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د کابل د پولیسو درېیمې حوزې اړوند په علي اباد سیمه کې ځای پر ځای شوي درې ماینونه چاودېدلي چې ياده مرګ ژوبله یې اړولې.

دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت دوه ورځې وړاندې د نوروز په ورځو کې د احتمالي حملو خبرداری ورکړی و.

د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

۱۱:۳۱ ۱.۱.۱۳۹۸

د کابل په کارته سخي کې نن درې چاودنې وشوې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته د دغو چاونو په تأیید وویل چې مرګ ژوبله یې اړولې، خو دقیق شمېر یې تر اوسه نه‌دی معلوم.

ښاغلي رحیمي د علي اباد په سیمه کې دغه چاودنې له مخکې ځای پرځای شوي ماینونه وبلل.

یو شمېر عیني شاهدانو او د علي اباد روغتون مسؤلینو د ازادي راډیو ته خبریال ته ویلي چې په‌دې پيښه کې دوه تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې یوه مېرمن شامله ده.

د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت نه‌دی منلی.

۱۳:۲۳ ۱.۱.۱۳۹۸

د کابل په جمال مېنه کې نن په درېيو چاودنو کې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د چاودنو په نتیجه کې مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.

ښاغلي رحیمي وايي چې د علي اباد په سیمه کې دا چاودنې د اېښودل شویو ماینونو په نتیجه کې شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې په‌دې چاودنو کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.

د چاودنو د څرنګوالي په اړه هم ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

دفاع وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په جمال مېنه کې مرګ ژوبلې د هاوان یا راکټ د ویشتل شویو ګولیو په نتیجه کې شوي دي.

دا وزارت همدا راز وايي چې پولیسو حمله کوونکی نیولی دی.

تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG