د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

انتخاباتو کمېسیون د ۵ ولایتونو او د هندوانو د حوزې وروستۍ پایلې اعلان کړې


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن د پنځو ولایتونو او د هندوانو د حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

دغه کمېسیون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۸» د غور، بلخ، پکتیکا، هرات او بادغیس دا شان د اهل هنودو او سېکهانو د حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د دغو ولایتونو د پایلو په تطبیقولو کې له پوره امانت‌دارۍ او بې‌طرفۍ کار اخېستل شوی دی.

اغلې نورستانۍ دا شان وویل چې د ولسي جرګې تېر انتخابات له درغلیو او ستونزو څخه ډک وو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ

نوموړې زیاته کړه:

"له بده‌مرغه تېر انتخابات ښه نه‌و، ستونزې په‌کې زیاتې وې، پراخې درغلۍ په‌کې وشوې، شفافیت په‌کې نه‌و او حق حقدار ته نه‌دی سپارل شوی."

د ویلو ده چې د غور له ولایته؛

  • محمد ابراهیم ملک‌زاده
  • عطا محمد دهقان‌پور
  • کرام‌الدین رضازاده
  • ګل زمان نایب
  • فاطمه کوهستانی
  • رقیه نایل

د بلخ له ولایت څخه؛

  • غلام عباس ابراهیم‌زاده
  • احمدشاه رمضان
  • رئیس عبدالخالق
  • صیفوره نیازۍ
  • فوزیه حمیدي
  • برښنا ربیع

    په ترتیب سره، د دغو ولایتونو د خلکو د استازو په توګه ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.

د محمد ابراهیم ملک‌زاده نوم د غور ولایت په وروستي لېست کې په‌داسې حال کې تر سترګو کېږي چې نوموړی څو ورځې مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او تر اوسه‌یې پر ځای بل کس نه‌دی پېژندل شوی.

مېرمن نورستانۍ وویل چې؛

  • محمد مرزا کټوازی
  • نادر خان کټوازی
  • خالد اسد
  • ثریا اکبري

    د پکتیکا له ولایته او؛
  • حبیب‌الرحمن پدرام
  • محمد رضا وطندوست خویشک
  • عمر نسیم مجددي
  • حاجې محمد صادق قادري
  • غلام فاروق مجروح
  • استاد حمیدالله حنیف
  • منورشاه بهادري
  • حاجي شاه پوپل
  • سید عظیم رضايي
  • حاجي نذیر احمد حنفي
  • الحاج غلام فاروق نظري
  • سید طاها صادق
  • رحیمه جامي
  • مسعوده کروخي
  • ناهید احمدي فرید
  • سیمین بارکزی
  • شهلا غوثي

    د هرات له ولایته ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس همدا شان وویل چې؛

  • ضیاالدین اکازی
  • عبدالبصیر عثماني
  • علي شاه نایب‌زاده
  • فریده بېک‌زاد

    له بادغیس او؛
  • نرندر سنګهـ خالصه د اهل هنود او سېکهانو له حوزې ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د ویلو وړ ده چې د دې ولایت په نهايي پایلو کې نوېو څېرو وکالت ته لاره پیدا کړې ده.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو رئیسې زهره بیان شنیوارې وویل چې د شپږو نورو ولایتونو پایلې هم تر کار لاندې دي او ډېر ژر به د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستول شي.

ارشیف/ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لوګو
ارشیف/ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لوګو

نوموې زیاته کړه:

"د کندهار ولایت او د کوچیانو حوزه تر څېړنو لاندې ده، هلمند تر حقوقي تحلیل لاندې دی او د کندز، پکتیا، میدان وردګ، تخار، بغلان او ننګرهار د کمېشنرانو پرېکړې ته چمتو دی او ډېر ژر به د پاتې مراحلو لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولېږل شي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ انتخاباتي پایلې اعلان کړي او د غور، بلخ، هرات، پکتیکا او بادغیس ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان سره‌يې شمېر ۲۳ ولایتونو ته ورسېده، خو د ۱۰ پاتې ولایتونو وروستي پایلې لا نه‌دي وروستۍ شوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG