د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

دانش: د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپور ټکان ورکوونکی دی


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د هدفي وژنو او اختطاف په تړاو د تاوتریخوالي پېښې مخ په ډېرېدو دي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم په روان لمریز کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپور ټکان ورکوونکی ګڼي او د خبریالانو په خوندیتوب ټينګار کوي.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۷» د خبریالانو ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل:

"کوم راپور چې خپور شوی، په رښتیا چې ډېر زړه بوږنوونکی دی، د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې لږ تر لږه ۱۸ خبریالان وژل شوي، خو باید د خبریالانو ورځې نه په الهام د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د دوی وضعیت ته جدي پام وشي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۹۲ پېښې ثبت شوې دي.

دغه مرکز وايي، په‌دغه کال کې د ډول ډول تاوتریخوالي له امله ۱۸ خبریالان او دوه د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

راپور ښیي چې سږ کال د خبریالانو هدفي وژنې ډېرې وې.

د خبریالانو د مرکز په راپور کې وړاندې ویل شوي چې ۱۳ خبریالان د داعش ډلې، ۵ د غیر مسؤله وسله‌والو ډلو او ۲ هم د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو بیا وايي:

"د بیان ازادي د یوې ټولنې له اساسي حقوقو شمېرل کېږي، همدارنګه ازادې رسنۍ د یوې ټولنې د ازادیو او حقوقو انعکاس ورکوونکي دي، په خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو حملې په ملکي وګړو حمله ده چې یو لوی جنایت دی."

بل‌خوا یو شمېر افغان خبریالان په داسې حال کې چې د خبریالانو د مرکز تازه راپور د اندېښنې وړ بولي وايي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو ارقام تر دې لوړ دي.

که څه هم له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې افغان خبریالان او رسنۍ د زور زیاتي کوونکو د معافیت له امله ځورېدلي، خو دوی وايي د دغه ناوړه فرهنګ سره مبارزې ته ژمن دي.

افغان خبریالان وايي، د خبریالانو د ۹۵ سلنې وژنو عاملین له مجازاتو معاف دي.

د دوی په وینا که زورواکي او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین پیدا، خو مجازات نه‌شي دا به د خبریالانو په کارونو ناوړه اغېز وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG