د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې کوم موضوعات راغلي دي؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په‌داسې حال کې چې لا تر اوسه نه‌ده افشا شوې چې په ...

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په‌داسې حال کې چې لا تر اوسه نه‌ده افشا شوې چې په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ په کومو موضوعاتو جوړجاړی او هوکړه شوې؟

ویل کېږي چې د سولې خبرې به روانې وي او خلیل‌زاد به هڅه وکړي چې په راروانو خبرو کې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي.

خو ورځپاڼه لیکي چې په‌داسې یو وضعیت کې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې ستونزې پیدا شوي او یاد حالت ولسمشر ټرمپ دې ته اړ کړ چې په پنټاګون کې د تړلو دروازو تر شا له خپل ټیم سره د دغه هېواد په اړه خبرې وکړي.

په سرمقاله کې د خلیل‌زاد دې تویټ ته هم اشاره شوې چې امریکا او ناټو به له افغانستانه د خپلو وتلو په اړه یوځای پرېکړه وکړي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د پاکستان د لاس‌وهنې په اړه لیکلي.

د دنیا په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې سوله د ټولو افغانانو هیله ده.

د قطر له خبرو هم ټول افغانان ملاتړ کوي، له همدې امله د یاد بهیر پایلو ته سترګې په لاره دي او غواړي عملي نتایج‌یې وګوري.

ورځپاڼه لیکي:

ډېری هېوادونه د دوحې د ناستې ملاتړ کوي او غواړي نور د افغانستان مسئله یو حل پیدا کړي.

پاکستان هم د قطر له بهیر ملاتړ کوي او د سرمقاله لیکونکي په خبره دغه هېواد ان ځان د یاد بهیر اصلي لوبغاړی بولي او داسې ښيي چې ګنې دا پاکستان و چې شرایط‌یې برابر او طالبان‌یې امریکا سره خبرو ته کېنول.

ورځپاڼه دغه‌شان لیکي، پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي، خو دا همکاري باید په‌دې معنی نه‌وي چې د لوبې ګټونکی هم پاکستان وي.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې پاکستان په‌دغه هېواد کې له جګړې ملاتړ کوي او له جګړې نه ملاتړ یې همکاري ده، خو تر دې هاخوا هر ډول نورې مداخلې یې افغانانو ته د زغم وړ نه‌دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د خبریالانو د ورځې په مناسبت د خبریالانو د قربانیو په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، په تېرو ۱۸ کلونو کې ډېرې بېلګې شته چې د هېواد دښمنانو پر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو بریدونه کړي، یو شمېر خبریالان‌یې وژلي او یو شمېر یې ژوندي له ځانه سره بیولي دي.

خو افغان خبریالانو د هر ډول قربانیو په منلو سره خپل رسنیز کار ته دوام ورکړی او خپلې چارې یې په پوره صداقت پر مخ بیولې دي.

XS
SM
MD
LG